ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په بټي کوټ کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل شوې

10 Oct 2018 - 15:44
10 Oct 2018 - 15:44

جلال اباد (پژواک، ۱۸ تله ۹۷): د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۶۵ ميليونه افغانيو په لګښت د يو روغتون په ګډون د ځینو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

چارواکي وايي، دا له تېرو پنځلس کلونو راهيسې لومړی ځل دی چې دغلته د بيارغونې پروژې پيلېږي او ټاکل شوې وروسته ګڼې نورې پروژې هم پلې شي.

د تلې په ۱۸مه د ننګرهار والي او يو شمېر نورو رييسانو د دغه ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د ۵۴ ميليونه افغانيو په لګښت د يو ۳۰ بستريز روغتون تر څنګ د ګڼو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودې.

والي حيات الله حيات د پروژو د پيل په مراسمو کې وويل چې تر ۱۵ کلنې نا امنۍ وروسته دغه ولسوالۍ د ولس په همکارۍ امن شوه او تر کلونو وروسته په کې د پروژو د پيل د بنسټ ډبره کېښودل کېږي.

هغه وويل، د ۶۵ ميليونه افغانيو په لګښت د روغتيا او کليو او پراختيا رياست يو شمېر پروژې او د لسګونه ميليونه افغانيو په لګښت د اتو ښوونځيو د جوړېدو چارې نن پيل شوې.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال وويل چې د وزارت د انکشافي بودجې په ۵۴ ميليونه افغانيو په دوو پوړونو کې د ۳۰ بستريز روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې.

دی وايي، دغه روغتون په دوو کالو کې بشپړېږي چې په جوړېدو سره به يې د دې ولسوالۍ خلک د بستر په برخه کې له شته ستونزو خلاص شي او ورسره به د جلال اباد – تورخم لويې لارې د ترافيکي پېښو د قربانيانو په درملنه کې هم مرسته وکړي.

د ننګرهار د کليو پراختيا رييس انجنير مجيب الرحمن ضياء وويل چې د دې ولسوالۍ د خلکو لپاره د ۱۱ ميليونه افغانيو په لګښت په څلور مياشتو کې د اوبو يوه شبکه، ۱۷ څاګانې، يو کانال او يو کليوالي سړک جوړېږي.

هغه زياته کړه، را روان کال دغه ولايت ته لسګونه نورې پروژې هم په پلان کې نيول شوې چې دوه مياشتې وروسته به يې کارونه پيل شي.

دغه راز د پوهنې رييس حسيب الله شينواري وويل چې د ولسمشر د هغه امر له مخې چې په ټول هېواد کې ۶۰۰۰ ښوونځيو د جوړېدو په تړاو يې کړې، د همدې څرګندونو پر اساس په دې ولسوالۍ کې هم اته ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي.

احمدخېل، جنډۍ، بابا نواز، سلطانخېل، غازي اباد، شهيد حبيب جان، نبيل خېل او د شهيد سکندر د لومړني ښوونځيو د ودانيو جوړېدل هغه څه دي چې د پوهنې رييس یې د پوهنې په برخه کې د کارونو د ترسره کولو لومړنی ګام بولي.

په عين حال کې د ننګرهار د ښاري پراختيا رييس عبدالقهار حيدري وايي چې د دوی انجنيران به د يادو پروژو له چارو دقيقه څارنه کوي او د شفافيت څېړنه به يې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version