کابل (پژواک، ۱۹ تله ۹۷): د ميدان وردګو امنيه قومانداني ادعا کوي چې د دغه ولايت په نرخ ولسوالۍ کې ٢٧ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو يوه سيمه ييزه سرچينه يواځې د څلورو طالبانو وژل کېدل تاييدوي.
ځايي خلک او د دغه ولايت د امنيې قوماندان وياند حکمت الله درانى وايي چې د تېرې شپې په نښتو کې دوه پوليس هم وژل شوي او په نرخ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان محمد سالم مشهور په (ښامار) ټپي شوى دى.
دراني پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د نرخ په "ده حيات" سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
هغه وايي چې په دې نښته کې د وسله والو طالبانو د درېيو قوماندانانو په ګډون ١٢ طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.
خو د سيمې يو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې دى د تېرې شپې په بريد کې د يوه وسله وال طالب له وژل کېدو او د سيمه ييزو پوليسو د يو قوماندان له ټپي کېدو خبر شوى دى.
خو هغه زياتوي چې نن له غرمې مخکې د نرخ ولسوالۍ په "ده خوردکه" سيمه کې د يو هوايي بريد له امله درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن