ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې وزارت: د ٦٠ سلنه نجونو په ګډون ٣،٧ ميليونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

11 Oct 2018 - 11:51
11 Oct 2018 - 11:51

کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٧): د پوهنې وزارت وايي چې د نا امنیو، اقتصادي ستونزو او منفي کلتوري محدودیتونو له امله شاوخوا ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته نه شي تلای چې تر ٦٠ سلنه ‌ډېر یې نجونې دي.

دغه څرګندونې د پوهنې وزارت له خوا په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د نجونو نړيوالې ورځې په مناسبت يې د تلې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته لېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، سږ کال د دې ورځې نمانځنه د ((زده کړو ته چمتو، ژوند ته چمتو)) تر شعار لاندې کېږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت په داسې حال کې چې د شاوخوا ۳،۵ میلیونه نجونو لپاره د تعلیمي خدماتو برابرولو ویاړ لري، د دې ورځې را رسېدو له امله د هېواد ټولو معصومو نجونو ته مبارکي وايي.

سرچينې زياته کړې: ((موږ په دې عقیده یو چې نجونې مو په راتلونکي کې د یوه با غروره، پر خپلو پښو ولاړ او د علم په ګاڼه سنبال ولس په جوړولو کې مرسته کوي، له همدې امله مو د افرادو، کورنیو، ټولنې او ولس په توګه مکلفیت جوړېږي چې په هره کچه د خپل ښه راتلونکي لپاره کار وکړو او دا نسل د پوهې پر ګاڼه سنبال کړو.))

د پوهنې وزارت ويلي، د نجونو زده کړه نه یوازې د هغوی انساني او دیني حق دی، بلکې د ټولنې د ټولو برخو دیني مسوولیت هم دی؛ ځکه نو اړینه ده چې دغه مسوولیت ته پاملرنه وشي او په ترسره کولو سره یې د دنیا او اخرت نېکمرغي خپله کړي.

سرچينې ويلي، پوهنې وزارت د نجونو د زده کړو پالیسۍ په نهايي کولو سره غواړي په دې برخه کې خپله ونډه تر پخوا لا ډېره ادا کړي او له خپل ټول مسلمان او علمپال ولسه هم غوښتنه کوي چې د دې پالیسۍ په تطبیق کې له موږ سره مرسته کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((زموږ هېواد د نجونو د تعلیم په برخه کې د طالبانو د نظام تر سقوط وروسته د پام وړ پرمختګونه کړي. همدا اوس زموږ د زده کوونکو ۴۲٪ نجونې جوړوي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې زرګونه ښوونځي د نجونو لپاره تعلیمي خدمات برابروي.))

سرچينې ويلي، په ورته وخت کې هغو نجونو ته چې ښوونځي ته لاسرسی نه لري، زرګونه سیمه ییز ټولګي جوړ شوي او د دې زمینه ورته برابره شوې ده چې د خدای پېژندنې او ځان پېژندنې سفر د یوه داسې واحد تعلیمي نصاب په اډانه کې وغځوي چې بنسټ یې د اسلام مبارک دین او منل شوي افغاني رسوم او عنعنات جوړوي.

ياد وزارت ويلي، خو له دې ټولو پرمختګونو سره سره لا هم د نا امنیو، اقتصادي ستونزو او منفي کلتوري محدودیتونو له امله شاوخوا ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته نه شي تللای چې تر ٦٠ سلنه ‌ډېر یې نجونې دي.

سرچينې زياته کړې: ((د نجونو نړیواله ورځ یو ځل بیا موږ ته دغه له ښوونځي بهر قشر را یادوي او دا تعهد مو پیاوړی کوي، چې ښوونځي ته ددوی په راوستو کې به له هېڅ راز هڅو او مڼدو مخ وانه ړوو. په ورته وخت کې له ټولو کورنیو، مشرانو، سپین ږیرو او متنفذینو غواړو، چې په دې لاره کې زموږ ملا وتړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version