کابل (پژواک، ٢١ تله ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څلورو هېوادونو ته د خپل سفر پايلې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغان دولت له مشرانو سره شريکې کړې.
له ارګه د تلې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم حضور درلود.
سرچينې زياته کړې، ډاکتر زلمي خلیلزاد ولسمشر اشرف غني ته بېلابېلو هېوادونو ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه د راپور ورکولو پر مهال وویل، د امریکا متحده ایالات د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت په مشرۍ هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او په دې برخه کې د دوی کوښښونه ادامه لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له راپور او هلو ځلو په مننې وویل، د هر هغه اقدام او هڅې مننه او قدرداني کوو چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تامین لپاره وي.
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته زلمي خليلزاد تېره اوونۍ خپل سفر له افغانستان څخه پيل کړ.
هغه په کابل کې له ولسمشر اشرف غني، ډاکتر عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، استاد سياف، ګلبدين حکمتيار او ځينو نورو مشرانو سره وليدل او ورسره يې د سولې په اړه مشورې وکړې.
له کابل وروسته زلمى خليلزاد پاکستان ته ولاړ او د دغه هېواد له پوځي او ملکي مشرانو سره يې پر افغان سولې خبرې وکړې.
زلمي خليلزاد بيا سعودي او متحده عربي اماراتو ته ولاړ او هلته يې تر خبرو اترو وروسته قطر ته سفر وکړ او د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير سره يې وليدل.
بلخوا امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له استازو سره هم ليدلي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن