ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې هنرمندان وايي چې دولت ورته پاملرنه نه کوي

14 Oct 2018 - 16:38
14 Oct 2018 - 16:38

خوست ښار (پژواک، ۲۲ تله ۹۷): خوست کې په لاس د جوړ شوو هنري اثارو يو شمېر هنرمندان شکايت کوي چې دولت ورته هېڅ ډول اسانتياوې نه دي برابرې کړې.

دغو هنرمندانو دا څرګندونې نن (د تلې ۲۲مه) د هنري اثارو د هغه درې ورځني نندارتون د پرانيستې پر مهال وکړې چې د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د عامه کتابتون په ودانۍ کې جوړ شوی دی.

په دغه درې ورځني نندارتون کې په لاس جوړې شوې تابلوګانې، د اوسنيو او پخوانيو پېژندل شوو خلکو انځورونه، منظرې او لسګونه نور بېلابېل هنري اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.

۴۲ کلن محمد اسمعيل يو له هغو هنرمندانو دی چې په دغه نندارتون کې يې خپل هنري اثار نندارې ته اېښې دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا ۲۵ کاله کېږي چې دغه مسلک ته يې مخه کړې او تر زرو پورې بېلابېل هنري اثار لري.

هغه وايي، غواړي خپل اثار د دغه ډول نندارتونونو له لارې خلکو ته وښيي، خو زياتوي چې دولت په دې برخه کې دوی ته هېڅ ډول کار نه دی کړی.

ده زياته کړه: ((زه په خطاطي، رسامي، نقاشي، ميناتوري او نورو برخو کې ۱۰۰۰ هنري اثار لرم. زه غواړم خپل اثار خلکو ته وښيم، خو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له دې مخکې يو نندارتون هم نه دی جوړ کړی، زموږ هيله دا ده چې په کال کې دوه يا درې نندارتونونه جوړ شي.))

۳۰ کلن خيرالله روشن د دغه ولايت يو بل هنرمند دی چې د خطاطۍ تر څنګ انځورګري هم کوي او ده هم په ياد نندارتون کې خپل هنري اثار نندارې ته اېښې دي.

نوموړي پژواک اژانس ته خبرو کې وويل، ۱۵ کاله کېږي دغه کار ته يې مخه کړې او د دوو سوو په شاوخوا کې هنري اثار لري.

هغه له دولته ګيله لري چې په هېڅ ملي او نړيوالو جوړېدونکو نندارتونونو کې یې ورته د ګډون زمينه نه ده برابره کړې.

روشن زياتوي: ((هغه هنري پروګرامونه چې په نورو ولايتونو په کار اچول کېږي، په خوست کې نشته او موږ ته هېڅ کار نه دی شوی. له دولته مو غوښتنه دا ده چې د نورو ولايتونو له هنرمندانو سره د ليدنې زمينه برابره کړي.))

په همدې حال کې د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریيس محمد امين شاه الفت پژواک خبري اژانس ته وويل، د هنري اثارو له دغه درې ورځني نندارتونه د دوی يوه موخه دا هم ده چې د هنرمندانو ستونزې او غوښتنې له نږدې واوري او له مرکز سره يې شريکې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version