ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان په ځانمرګي بريد کې ټپي شو

17 Oct 2018 - 14:23
17 Oct 2018 - 14:23

ميدان ښار(پژواک، ٢٥ تله ٩٧): د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې پر ملي اردو په ځانمرګي بريد کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان  بريد جنرال صافى ټپي شوى او د  اردو ٧ کسان وژل شوي دي.   

په چک ولسوالۍ کې يوې سرچينې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، پژواک ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې  د دغې ولسوالۍ د مرکز اړوند په پنه بازار کې د ملي اردو پر  موټر ځانمرګى بريد وشو.

دى وايي چې په دغه بريد کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال عبدالرازق صافى ټپي شوى او د ملي اردو ٧ کسان وژل شوي دي.  

دغه راز هغه زياته کړه چې تېره شپه وسله والو طالبانو په دغه ولسوالۍ کې پر درېيو امنيتي پوستونو بريدونه وکړل چې تر سهاره يې دوام درلود.

د هغه په وينا، طالبانو په دغو بريدونو کې د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه پرتې درې د ملي اردو پوستې ونيولې او د پوستو ټول تجهيزات يې له ځان سره يووړل.  

د ده په وينا، په دغو بريدونو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او په پوستو کې دولتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې؛ خو دى يې په اړه کره معلومات نه لري.

هغه وايي چې دغه پوستې اوس بېرته دولتي ځواکونو نيولې دي.

د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ وياند حکمت درانى وايي چې د پنه په بازار کې د بريد جنرال عبدالرازق پر موټر ځانمرګى بريد کې دغه جنرال ټپي شوى، خو روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى. 

هغه وايي چې په دغه بريد کې د نورې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

دغه راز ده وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په چک ولسوالۍ کې د ملي اردو درې پوستې نيولې وې، خو  بېرته د دولتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.

د ده په وينا، په دغه بريد کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او يو ټپي دى.

هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې د تېرې شپې په يادو بريدونو او دغه راز په ننني ياد شوي ځانمرګي بريد کې ٢٢ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version