زرنج(پژواک،٢٥ تله ٩٧): د نیمروز پولیسو د ۴۲۸ کیلو ګرامه هېرو یینو په ګډون له درېیو ټنو ډېر هغه نشه يي توکي چې په بېلا بېلو عملیاتو کې نیول شوي وو وسوځول.
د نیمروز امنیه قوماندان سمونوال عبدالرقیب مبارز په زرنج ښار کې د یادو موادو د سوځولو پر مهال وویل، د دغو موادو وزن چې هېرویین، تریاک، چرس، مایع او جامد کيمیاوي مواد، الکولي مشروبات او تخمیر شوي ممیز په کې شامل و ۳۲۷۷ کیلو ګرامه دی.
هغه روښانه کړه، دغه مواد چې ٤٢٨ کیلوګرامه هېرویین، ٢١٥٢ کیلوګرامه تریاک، ٨٢ کیلوګرامه چرس، ١٨٩ کیلوګرامه مایع کیمیاوي مواد، ١٦٥ کیلوګرامه جامد کیمیاوي مواد، ١٠ لېتره الکولي مشروبات او ٢٥٠ کیلوګرامه تخمیر شوي ممیز په کې شامل دي، د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې د پولیسو له خوا د تېرو ۱۴ میاشتو په جریان کې نیول شوي دي.
هغه وویل چې د یادو موادو د انتقال په تور یې ۹۳ کسان له ۱۸ بېلا بېلو موټرو سره یو ځای نیولي دي.
نوموړي د دې په ویلو چې پولیس د نشه يي توکو له قاچاق، انتقال او پلور سره د جدي چلند تصمیم لري او ګواښ یې وکړ چې هېچا ته به تېرېدنه ونه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن