کابل (پژواک، ٢٨ میزان ٩٧): د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس د ټاکنو لپاره د لازمو تیاریو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د بایومټریک سیستم د کارولو له امله د رایې ورکونې بهیر له ستونزو سره مخ دی.
نن د تلې په ۲۸مه له غزني او کندهار ولایتونو پرته په ټول هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کېږي او د رایې ورکونې بهیر نن سهار اووه بجې پیل شوی دی.
اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د کابل ښار په نادریه لېسه کې د خپلې رایې له کارولو وروسته وویل، سره له دې چې د وسله والو مخالفینو له خوا ګواښونه موجود دي خو د ټاکنو لپاره لازم تیاری نیول شوی دی.
هغه له خلکو وغوښتل چې د رایې ورکونې د محلونو د امنیت ساتنې په برخه کې لازمې مرستې ولري.
نوموړي وویل، د بایومټریک له سیستم څخه د استفادې له امله د رایې ورکونې په یو شمېر مرکزونو کې ستونزې موجودې دي.
هغه دې پوښتنې ته په ځواب کې چې نوموړي د تخنیکي ستونزو له امله د رایې ورکونې په مرکز کې ډېر وخت معطل شو وویل: ((د دغه مرکز کارکوونکو ډېرو لارښوونو ته اړتیا لرله او له لارښوونو وروسته یې فعالیت پیل کړ او اوس دغه بهیر په چټک شوی دی.))
عبدالله وویل، ممکن اوس (د سهار ۹ بجې) د رایې ورکونې په ټولو مرکزونو کې دغه ستونزې موجودې وي.
نوموړي زیاته کړه چې د ټاکنو کمېسیون باید دې ستونزې ته متوجه وي څو خلک له خپلو حقونو بې برخې نه شي.
بلخوا د اجرائيه رييس دويم مرستيال محمد محقق په کابل کې د رایې ورکلوو د ځينو مرکزونو نه خلاصېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي، دا وړه ستونزه نه ده، بايد ژر حل شي.
محقق وويل، هغه مرکزونه چې تر اوسه تړلي پاتې دي، که ژر خلاص نه شي او د رايې ورکوونکو ضايعه شوی وخت جبران نه شي، دغه کار د ټاکنو اعتبار ته زيان رسولی شي.
د اجرائيه رياست دويم مرستيال زياته کړه: ((د ټاکنو خپلواک کمېسيون ژمنه کړې، د رايې ورکولو هغه مرکزونه تر اوسه نه دي خلاص شوي، د ورځې تر وروستۍ پورې به په کې رايه اچونه کېږي، خو مسئله دا ده، هغو کسانو چې د رايې مرکزونو بندېدو له امله په تمه پاتې شوي وو، کورونو ته ستانه شوي، بېرته يې راوستل ستونزمن کار دی.))
محقق زياته کړه، د رايې ورکولو په ځينو مرکزونو کې د ټاکنو کمېسيون کارکوونکي شتون نه لري او په ځينو نورو کې چې کارمندان شته، رای پاڼې او د رايې ورکوونکو لېستونه نشته يا هم د بايومټريک سيستم يې ستونزه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن