مزار شريف (پژواک، ۲۹تله ۹۷): په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون دفتر مسوولين وايي، د يکشنبې ورځې تر ۱۲ بجو پورې د دغه ولايت ۶۵ سلنه رايې شمېرل شوې دي، چې جوتوي ۱۴۵زره کسانو په ټاکنو کې برخه اخيستې ده.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس محمد ظاهر اکبري د تلې په ۲۹مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاتې ۳۵ سلنه رايې له شمېرلو وروسته به په دغه ولايت کې د رايې ورکوونکو کره شمېره له خلکو سره شريکه کړي.
هغه زياتوي، د مزار شريف ښار په ګډون د بلخ په ۱۴ ولسواليو کې ټولټال ۴۴۷۰۰۰ کسانو نوم ليکنه کړې وه، چې ۱۹۵۰۰۰ يې مېرمنې وې.
د ده په وينا، په بلخ ولايت کې ۳۱۵ ټاکنيز مرکزونه موجود دي، چې په ۲۸۰ مرکزونو کې يې نوم ليکنه ترسره شوې وه؛ خو زياتوي چې د ټاکنو په ورځ ۲۷ هغه مرکزونه هم تړل شوي وو، چې نوم ليکنه په کې شوې وه.
اکبري زياته کړه: ((د ميزان په ۲۸مه زموږ ۲۷ هغه مراکز بند وو، چې نوم ثبتونه مو په کې کړې وه، ۵ مرکزونه بلخ ولسوالۍ کې، يو مرکز شولګر ولسوالۍ کې، ۶ مرکزونه چمتال ولسوالۍ کې، ۲ مرکزونه دولت اباد ولسوالۍ کې، ۱۱ مرکزونه چهاربولک ولسوالۍ کې او يو مرکز شورتېپه ولسوالۍ کې تړلي وو.))
د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس وايي، د بلخ په زارع او کشندې ولسواليو کې يو يو مرکز د سيمه ييزو زورواکو د خپلمنځي اختلافاتو له امله په نيمه ورځ کې بند شول.
نوموړی زياتوي، د ټاکنو په دويمه ورځ بايد بلخ کې ۱۳ مرکزونه پرانيستل شوي وای؛ خو په وينا يې چې امنيتي ځواکونو يې دوی ته د امنيت په اړ ډاډ نه وو ورکړی؛ نو ځکه دغه مرکزونه همداسې تړلي پاتې شول.
اکبري وايي، په يو شمېر ټاکنيزو مرکزونو کې نامسووله وسله والو د انتخاباتو پروسې پر وړاندې د مزاحمت جوړولو هڅه کوله، چې د امنيتي ځواکونو له خوا يې مخه نيول شوې ده.
نوموړی مني چې د ټاکنو په ورځ يو شمېر مرکزونو کې رای پاڼې کمې شوي او له بايومټريک سيستم څخه سمه استفاده نه ده شوې؛ خو زياتوي چې دغو ستونزو ته يې د ورځې په اوږدو کې رسيدګي کړې ده.
د ده په خبره، په بلخ کې د ټاکنو پروسه د ۲۴۵۰۰ کورنيو او ۹ تنو بهرنيو څارونکو له خوا څارل شوې ده.
له دې سره بلخ کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، دوی ته له دغه ولايت څخه سلګونه شکايتونه رسېدلي دي.
په بلخ کې ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو څانګې مشر نصير احمد سيرت پژواک ته وويل، چې تر دې مهاله ورته د بلخ له ټاکنيز بهير څخه ۵۰۷ شکايتونه رسېدلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن