کندهار (پژواک، ۲۹ تله ۹۷): کندهار ښار کې یو شمېر مېرمنو لاریون وکړ او د جنرال عبدالرازق د قاتلانو د نیول کېدو او محاکمه کېدو غوښتنه یې کوله.
هغو له ځانونو سره د جنرال عبدالرازق د انځورونو تر څنګ په افغانستان کې د ناټو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر انځورونه هم لېږدول چې په سور رنګ چلیپا پرې راکښل شوې وه.
لاریون کوونکو مېرمنو د جنرال عبدالرازق د قاتلانو د نیول کېدو او سولې شعارونه ورکول او ادعا یې کوله چې هغه د بهرنیو ځواکونو له خوا وژل شوی دی.
د لاریون کوونکو له ډلې د خدیجې په نوم یوې مېرمنې پژواک خبري اژانس ته وویل، جنرال عبدالرازق د ټول کندهار زړه و چې په وژل کېدو یې ښځې او نر خپه دي.
دې وویل، هغه نه یوازې په کندهار کې امنیت ټینګ کړی و، بلکې د نا وسو، کونډو او یتیمانو د سر سیوری هم و او تل یې د هغوی لاسنیوی کاوه.
هغه زیاته کړه، دا د بهرنیانو دسیسه ده چې هغه یې له موږ څخه واخیست، هغه د همدوی له لاسه وژل شوی دی.
دې غوښتنه کوله چې د جنرال عبدالرازق قاتلان دې ونیول شي او محاکمه دې شي.
د نسیمې په نوم یوې بلې ښځې پژواک ته وویل، د جنرال عبدالرازق له وژل کېدو وروسته ټول خلک د کندهار امنیت ته اندېښمن دي.
دې زیاته کړه: ((د دې پېښې په اړه هیڅوک رښتیا نه وايي، نارینه مو ویده دي ځکه خو موږ مجبورې شوو چې راووځو او خپل غږ پورته کړو، غوښتنه مو داده چې د پېښې دقیقه څېړنه وشي، د هغه قاتلان ونیول شي او محاکمه شي.))
د یادونې ده چې د تلې په ۲۶مه شاوخوا څلور بجې په کندهار ولایت مقام کې له یوې غونډې وروسته د والي د یوه ساتونکي له خوا برید وشو چې په ترڅ کې یې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومن حسین خېل او د کندهار ملي راډیو ټلوېزیون کامره مېن سلیم انګار ووژل شول او د والي په ګډون یو شمېر نور ټپيان شول.
چارواکي وايي، د دغه برید اصلي طراحان دوه تنه وو او د کندهار د والي په ګارډ کې یې دنده لرله چې برید کوونکی کس له پېښې وروسته ځای پر ځای ووژل شو او بل کس له پېښې مخکې په تېښته بریالی شوی دی.
د دې پېښې د څېړنې لپاره د ملي امنیت د عموي رییس معصوم ستانکزي په مشرۍ یو پلاوی کندهار ته راغلی او په کار بوخت دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن