کابل (پژواک، ٢ لړم ٩٧): طالبانو ته نږدې سرچينې وايي چې پاکستان د کراچۍ له يوه پوځي مېلمستون څخه د طالبانو پخوانى مرستيال ملا عبدالغني برادر خوشی کړى دى.
تر دې مخکې ځينو سرچينو ويلي وو چې هغه خوشی شوى، خو د پرېکړې له مخې بايد لس ورځې يې خوشې کېدل پټ وساتل شي.
خو نورو سرچينو بيا پژواک ته ويلي وو چې ملا برادر د اسلام اباد له کوم زندانه خوشی شوی او د کراچۍ ښار نظامي مېلمستون ته لېږدول شوى دى.
په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې طالبانو ته نږدې سرچينو د لړم په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملا برادر خوشی شوى دى.
په لندن کې مېشت افغان ژورنالېست سميع يوسفزي په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې د ملا برادر د خوشې کېدو خبر ورکړى دى.
هغه زياته کړې، دا لا نه ده معلومه چې هغه د روغتيا د خرابوالي له امله خوشی شوی او که د سولې په پروسه کې د طالبانو او امريکا د خبرو اترو په پايله کې.
ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو له بنسټ اېښودونکو شمېرل کېږي، په ٢٠١٠ زېږديز کال کې هغه مهال د پاکستان له خوا په کراچۍ ښار کې ونيول شو چې د دې ډلې مرستيال و.
د يادونې ده، په ١٣٩٢ لمريز کال کې هم د ملا برادر د خوشې کېدو راپورونه ورکړل شوي وو چې د افغان حکومت او سولې شورا له خوا هم تاييد شوي وو، خو وروسته معلومه شوه چې خوشی شوى نه دى.
د افغانستان حکومت له تېرو څو کلونو راهیسې بار بار له پاکستانه د ملا برادر د خوشې کولو غوښتنې کړې، خو هغوى يې دا غوښتنه نه ده منلې.
ملا عبدالغني برادر د اروزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکى دى او د پوپلزيو په قوم پورې تړاو لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن