ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر لطيف بهاند په روسيه کې د افغانستان لوى سفير وټاکل شو

25 Oct 2018 - 12:22
25 Oct 2018 - 12:22

کابل (پژواک، ٣ لړم ٩٧):  ولسمشر اشرف غني د بهرنيو چارو وزارت په وړانديز ډاکټر لطيف بهاند په روسيه کې د افغانستان لوى سفير ټاکل شوى دى.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا په دې اړه ولسمشر اشرف ته لېږل شوي مکتوب کې راغلي چې ډاکتر بهاند د لوړو زده کړو لرونکی دى او وړانديز کېږي چې هغه په روسيه کې سفير وټاکل شي.

ولسمشر د بهرنيو چارو وزارت وړانديز منلى او هغه يې پر دې نوې دندې ګومارلى دى.

ډاکټر بهاند تر اوسه پورې د بهرنيو چارو په وزارت کې د مرکزي اسيا څانګې د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله.

هغه د دې تر څنګ چې ښه ډيپلومات دى، د هېواد په کچه يو له سترو ليکوالو دى او ګڼ شمېر کتابونه يې چاپ شوي دي.

لطيف ګڼ شمېر مهم کتابونه له نورو ژبو پښتو ژبې ته ژباړلي او دا ژبه يې بډايه کړې ده.

نوموړي تېر کال د روسۍ ژبې شهکار اثر چې ميخايل الکزانډروېچ شوله خاف ليکلی دی او (ارام دون) نومېږي په درې نیم زره مخونو کې وژباړه او چاپ کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version