ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټپي فرشته، چې د کورنۍ ټول غړي يې چاودنه کې وژل شوي، مرستې ته اړتيا لري

26 Oct 2018 - 09:36
26 Oct 2018 - 09:36

کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٧) : يو نيم کلنه ټپي فرشته ،چې دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د چاودنې له امله يې د کورنۍ ١٢ غړي له لاسه ورکړې، اوس په روغتون کې بستره ده، خو د درملنې لپاره د کورنۍ غړي او لګښت نه لري.

ددې يو نيم کلنې فرشتې پلار  وطن خان څلور مياشتې مخکې د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې په يوه ترافيکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړى و او دا کورنۍ بې سرپرسته پاتې شوه.

شاوخوا شپږ ورځې مخکې ( د تلې په ٢٩مه، ) د فرشتې کورنۍ د اچين ولسوالۍ له مامند درې څخه د روداتو ولسوالۍ د شهيدانو مېنې ته روانه وه، څو د يادې ترافيکي پېښې مسوول موټرچلوونکي ته په يوه جرګه کې برائت ورکړي، د سهار په اووه بجو يې پر موټر په لاره کې چاودنه کېـږي. 

په دې چاودنه کې د فرشتې ټوله کورنۍ ، مور، دوه خويندې، څلور وروڼه، يوه خوريۍ، يو د تره زوى او دوه د تره لمسيان وژل کېږي ، خو فرشته په ټپي حالت کې ژوندۍ پاتې کېږي.

تر يادې چاودنې وروسته په سيمه کې  امنيتي ځواکونه ددوى د ژغورلو لپاره ځي، خو پر هغوى هم چاودنه کېږي، چې له امله يې دوه سرتيري هم ټپي کېږي.

کله چې د سيمې خلک ساحې ته ورځي، نو فرشته په ټپي حالت کې ترلاسه کوي، فرشته له دوو ټپي سرتېرو سره د پروان د بګرام هوايي ډګر پوځي روغتون ته لېږدول کېږي، خو ددغه روغتون مسوولين د فرشتې له درملنې انکار کوي او بيا هغه د کابل سردار داوود خان روغتون ته راوړل کېږي، خو ددې روغتون مسوولين هم د فرشتې له بستر کولو ځکه انکار کوي، چې ټپونه يې سخت دي او دوى يې نه درملنه نه شي کولى.

دغه پورته کيسه د اچين ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى شمال خان چې له فرشتې سره کابل ته راغلى، پژواک خبري اژانس ته وکړه.

هغه وايي، کله چې يادو روغتونونو د فرشتې له درملنې انکار وکړ؛ نو دى اړ شو، چې د فرانسويانو خصوصي روغتون ته يې يوسي.

شمال خان وايي، چې په ياده چاونه کې د فرشتې د کورنۍ غړي ټوټې ټوټې شوې وو او د سيمې خلکو يې غوښتې راټول کړې  او بيا يې خاورو ته وسپارل.

د نوموړي په وينا، د فرانسويانو په روغتون کې د فرشتې ددرملنې  لګښت ٢٥٠ زره افغانۍ اټکل شوى، و روغتون لخوا ٩٥ زره افغانۍ مرسته شوې ، خو دى يې د پاتې لګښت ورکولو توان نه لري.

شمال خان چې د فرشتې د کورنۍ غړى هم نه دى او د بشري همدردۍ له مخې ورسره کابل ته راغلى، وايي : (( اوس د فرشتې روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دى، خو حيرانه يم، چې دا پيسې ورته له کومه کړم.))

د فرانسويانو د روغتون د ماشومانو متخصص او د بيړنيو څانګې مسوول ډاکټر جمال ناصر وايي، چې د تلې په ٢٩مه، ماښام مهال په داسې حال کې روغتون ته راوړل شوه، چې په کوما حالت کې وه.

هغه وايي، چې د تنفسي ستونزو ترڅنګ يې د بدن ډېرې ټپي او سر يې مات شوې وه.

ډاکتر ناصر وويل، اوس د هغې روغتيايي حالت  ٤٠ سلنه ښه شوې ده او درملنه يې په ښه توګه کېـږي.

د نوموړي په وينا، عمليات يې په برياليتوب ترسره شوي، خو رواني حالت يې ښه نه کاري، هيله ده چې ژر ښه شي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version