ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د یوه طالب ولسوال په ګډون ۲۱ وسله وال وژل شوي

29 Oct 2018 - 13:27
29 Oct 2018 - 13:27

جلال اباد (پژواک، ۷ لړم ۹۷):  چارواکي وايي، د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ځانګړو عملياتو او هوايي بريد کې د وسله والو د يو نومول شوي ولسوال په ګډون ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د چارواکو په وينا، وسله والو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼي د لړم په ۷مه پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د خوږیاڼو ولسوالۍ په فتح خرکۍ سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو له لورې عملیات ترسره شوي دي.

دی وايي، يادو عملياتو کې د پچیراګام لپاره د جنګي طالبانو نومول شوي ولسوال په ګډون ۱۲ وسله وال چې په کې قوماندانان او سرګروپان هم شامل دي، وژل شوي دي.

د خوږياڼي د مالوماتو له مخې، یادو ځواکونو تېره شپه د دغه سیمه کې چاڼیز عملیات کول چې د جنګي طالبانو د نیول شوي کمین په ترڅ کې جګړه رامنځته او پر مهال یې د پچیراګام لپاره د دوی تش په نوم نومول شوی ولسوال مولا محمود،چې مشهور په افتخار وو،په ګډون یې ۱۲ مخالفین ووژل شول .

نوموړی زياتوي: ((په وژل شوو کې د خنجر، کامران، لغماني، حقیار مشهور په کوچي، ساجد، غشي او سید ولي چې مشهور په صدیق وو قوماندانانو او سرګروپانو په ګډون ۱۱ نور جنګي طالبان هم وژل شوي دي.))

د والي وياند دا هم وويل چې د عملياتو په ترڅ کې  د وسله والو دوه میله پیکا، دوه راکټ، پنځه میله کلاشینکوفونه، یو شمېر لاسي بمونه او نور مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د هوایي بريد په ترڅ کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن محمد هارون يوسفزي پژواک اژانس ته وويل چې ياد بريدونه د خوږياڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو په پټنځايونو ترسره شوي دي.

هغه وايي، د عملياتو پر مهال د وسله والو دوه ميله پيکا، دوه ميله راکټ انداز، پنځه ميله کلاشینکوفونه او نور مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

چارواکي وايي، په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته زيان نه دی اوښتی.

بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يو استول شوي پيغام کې ليکلي چې د خوږياڼو ولسوالۍ فتح خرکۍ سيمه کې یې د ځانګړو افغان ځواکونو يو کاروان تر بريد لاندې راوستی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version