ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د يوشمېر پروژو چارې پيل او ځينې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

30 Oct 2018 - 19:29
30 Oct 2018 - 19:29

خوست ښار (پژواک، ۸ لړم ۹۷): خوست ته د کليو پراختيا او د بيارغونې وزير په راتګ سره د بيارغونې لسګونه پروژو کارونه پيل او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د بيارغونې دغه پروژې چې نن د (لړم ۸مه) پيل او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې، د ۱۲ کيلو متره د کليوالي سړک ترڅنګ د څښلو اوبو رسولو څاه ګانې، استنادي ديوالونه، سربندونه، کاريزونه او ذخيروي بندونه شامل دي.

د کليو پراختيا او بيارغونې وزير مجيب الرحمن کريمي د يادو پروژو د پيل او ګټې اخيستنې پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پروژې چې د خوست په ټولو ۱۲ ولسواليو کې پلې کيږي، ټول ټال ورباندې ۳۲۵ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

هغه وويل چې ددې پروژو په تکميل او ګټې اخيستنې سره به ددې ولايت د اوسېدونکو ډېرې ستونزې حل او د هغوی د ژوند د کچې په لوړولو کې مثبت بدلون رامنځته شي.

دی وايي: ((د خوستي ولس هغه غوښتنې چې د کال په جريان کې تر موږ رارسيدلې وې هغې ته موږ مثب ځواب ووايه، ټول ټال په ټول خوست کې د ۲۲ پروژو کار نن پيل شو او ۲۴ نورې مو ګټې اخيستنې ته وسپارلې.))

مجيب الرحمن کريمي همدا ډول خپلو خبرو کې وويل چې ددې ولايت په شپږو سرحدي ولسواليو کې ۸۰ زره کورنيو ته د لمريزې برېښنا سيستم جوړوي، چې سروې يې روانه ده او عملي کارونه به يې ډېر ژر پيل شي.

هغه زياته کړه: ((موږ پلان لرو چې د ځاځي ميدان، باک، عليشېر، سپېره، ګربز او تڼيو ولسواليو هغو لرې پرتو سيمو اوسېدونکو ته چې د ډيورنډ پر کرښه پرتې دي سولرې برېښنا برابره کړو او د هغو په ژوند کې ښه والی راولو، چې دا ډېره مهمه او اقتصادي پروژه ده.))

د کليو پراختيا او بيارغونې وزير همدا ډول په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د ولسمشر د هغه پروګرام په چوکاټ کې چې له مخې به يې په ټول هېواد کې په دوو کلونو کې ۶ زره ښوونځي جوړيږي، د هغې له ډلې ۶۳ ښوونځي په خوست کې دي، چې نن يې د جوړولو کار پيل شو.

((ددې ښوونځيو ځانګړنه دا ده چې ولسونه يې غواړي. دا ځل ولسمشر پيسې ځانګړې کړې او ولسونو ته يې په اختيار کې ورکړې، چې اوس ښوونځي درته جوړ کړئ. پخوا موږ له شرکتونو شکايتونه کول چې ښه کار نه کوي، اوس به  ولس  ګوري چې خپل ښوونځي څنګه جوړوي.))

د کريمي په وينا چې د خوست مرکز ترڅنګ ددې ولايت په نادرشاه کوټ، ګربز او اسمعيل خېلو مندوزيو ولسواليو کې د ولسي تړون په چوکاټ کې د ۱۸۱ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۱۱۵ پروژو کارونه روان دي.

په ورته وخت کې ددې ولايت اوسېدونکي د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت له لوري د يادو پروژو پر پيل خوښي څرګندوي او زياتوي چې په دې سره به د هغوی په ژوند کې ډېر مثبت بدلونونه رامنځته شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version