ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“زورواکي او سوداګر غواړي چې ولسي جرګې ته په جعلي رایو بریالي شي”

30 Oct 2018 - 19:01
30 Oct 2018 - 19:01

کابل(پژواک، ۸ لړم ۹۷): د ولسي جرګې یو شمېر اعتراض کوونکي نوماندان ټینګار کوي چې هغه رایې دې نه شمېرل کېږي چې له بایومټریک پرته کارول شوې دي او وايي، زورواکي او سوداګر غواړي د جعلي رایو په اخیستو ولسي جرګې ته بریالي شي.

دوی له سیاسي ګوندونو، جریانونو او نورو نوماندانو وغوښتل چې ملاتړ یې وکړي او د هغو کسانو مخه ونیسي چې غواړي ولسي جرګې ته په زور او زر بریالي شي.

د غور، بغلان، ننګرهار او کندوز ولایتونو نږدې ۳۰ معترض نوماندان په کابل ښار کې راټول شوي و او په یادو ولایتونو کې یې ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او له ټاکنیزو کمېسیونونو یې د عدالت د تامین غوښتنه وکړه.

 له بغلانه ولسي جرګې ته اعتراض کوونکي نوماند عزیز الرحمن سخي زاده په دغه ولایت کې د امنیتي چارواکو، ځينو ولسوالانو، نامسووله وسله والو او د ټاکنیزو کمېسیونونو د مسوولانو له خوا په ټاکنو کې د درغلۍ او سرغړونې په اړه اندېښنه ښکاره کړه.

نوموړي دې ته په اشاره چې د صندقونو رايې د پایلو له لېست سره ډېر توپیر لري وویل، د خلکو په رایو کې لاسوهنه شوې او د ټاکنو کمېسیون باید د صندقونو رایې له سره وشماري او له بایو مټریک رایو پرته نورې ټولې رایې لغوه اعلان کړي.

 هغه د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له هغه پرېکړې څخه ملاتړ وکړ چې له مخې یې ټولې هغه رایې چې له بایومټریک سیسټم څخه پرته کارول شوې لغوه اعلانېږي او ويې ویل، دغه اقدام کولی شي پاکې او ناپاکې رایې جلا کړي.

له کندوز ولایته ولسي جرګې ته نوماند مولوي عبیدالله زیاته کړه: ((موږ له بایو مټریک سیسټم څخه پرته د رایو د باطل اعلانېدو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون له خبرپاڼې ملاتړ کوو او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غواړو چې د دغه کمېسیون د غوښتنې هرکلی وکړي.))

 له ننګرهار څخه د ولسي جرګې نوماند اسدالله کاموي امرخېل وویل چې د ولسي جرګې ټاکنې ملي موضوع ده او باید په جدي ډول تعقیب شي، دې موضوع ته د نه پاملرنې له امله به هېواد د بحران لوري ته لاړ شي.

نوموړي د تورو او سپینو رایو جداکېدو ته په اشاره وویل: ((د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ملنډو ډکې ټاکنې ترسره کړې، سربېره پر دې چې د رایو په ځينو مرکزونو کې له بایومټریک ماشینونو استفاده ونه شوه، سوداګرو رایې وپېرلې او زورواکو په زور د دوی په ګټه صندقونه ډک کړل.))

په غور کې د ولسي جرګې نوماندې عزیزې افضلي وویل: ((په غور کې نر واکي ده، کمې ښځې په ټاکنو کې برخه اخلي او تر اندازې ډېره درغلي وشوه، خو د ټاکنو کمېسیون ولایتي ادارو یې د کابو کولو وړتیا نه درلوده، اوس د ټاکنو کمېسیون له مرکزي ادارو څخه غواړو چې ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.))

څو ورځې مخکې هم اعتراض کوونکو نوماندانو په بغلان او کاپیسا کې له ناپاکو رایو څخه د پاکو رایو د جدا کېدو غوښتنه کړې وه.

 د هېواد په ۳۲ ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸مه او ۲۹ مه او په کندهار ولایت کې د لړم په پنځمه ترسره شوې او ټاکل شوې ده چې په غزني ولایت کې به وروسته ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version