کابل (پژواک، ٩ لړم ٩٧) : د کابل ښار د نهمې حوزې اړونده د څرخي پله زندان مخې ته ځانمرګى بريد شوى، چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د محمد انديس په نامه د پېښې يو تن عيني شاهد د لړم په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا بريد نن سهار په شاوخوا ٧ بجو او ٥٠ دقيقو د څرخي پله زندان په لومړي قره ول کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې چاودنه زوروره وه، چې له امله يې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وينا، نن په زندان کې د ملاقاتونو ورځ وه، چې له امله يې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وه.
انيس وايي، چې ټپيان د احمدشاه بابا او څرخي پله بېلا بېېلو دولتي او خصوصي روغتونونو ته لېـږدول شوي دي.
د کابل امنيه قومانداني ځانمرګى بريد تاييدوي، خو په دې اړه يې نور جزييات ورنکړل.
يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، چې ځانمرګى بريد د ښځينه مامورينو پر موټر شوى او ډيره مرګ ژوبله هم دغو ښځو ته اوښتې ده.
د سرچينې په وينا، تر اوسه په دې پېښه کې ٧ تنه وژل شوي او تر لسو زيات ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن