ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سېلابونو د کونړ د مناګي برېښناکوټ زيانمن کړى

4 Nov 2018 - 16:58
4 Nov 2018 - 16:58

اسعد اباد (پژواک، ١٣ لړم ٩٧) : وروستيو سېلابونو او اورښتونو په کونړ ولايت کې د نوي جوړېدونکي  مناګي برېښنا کوټ ځينې برخې ويجاړې او زيانمنې کړې دي.

ددغه برېښنا کوټ د جوړولو چارې پنځه کاله وړاندې پيل شوې وې، خو لا ترا وسه نه دي بشپړې شوې .

د حکومت د ژمنې له مخې، بايد ددغې پروژې چارې يو کال مخکې پاى ته رسېدلې واى، خو تر اوسه يې نه سمه څارنه شوې او نه يې کارونه بشپړ شوي دي.

د مناګي سيمې يو تن اوسېدونکى ملنګ جان وايي چې وروستيو اورښتونو ددې برېښنا کوټ ٤٠ متره استنادي دېوال ړنګ کړى دى.

هغه زياته کړه،ددې پروژې کارونه په ښه کيفيت سره نه ترسره کېږي چې له امله يې د عادي سېلاب له امله ځينې برخې اوبو وړې دي.

ددې ولايت مدني فعال قذافي مل بيا وايي چې د حکومتي مسوولينو بې پروايي او د ساختماني شرکت ټګي هغه څه و چې د مناګي برېښنا کوټ په ټاکلي موده ګټې اخستنې ته ونه سپارل شو.

د مناګي برېښنا کوټ پروژې انجنير ميرزمان پژواک ته وويل چې د برېښناکوټ کانال د کار په جريان کې و چې د سېلاب له امله زيانمن شوی دى.

هغه وايي، دوى له پلان سره سم خپل کارونه پرمخ وړي او ددې کال تر پايه به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د نوموړي په وينا، د پروژې ډيزاين دوى کړى او د وزارت له خوا منظور شوى او څه چې په ډيزان کې دي دوى يې تطبيقوي.

د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال وايي، د مناګي برېښناکوټ د پروژې مسوولين دا مني چې کار يې کمزوری کړی، کوم دېوالونه چې له تيږو جوړ دي، هغه به کانګريټي جوړوي.

هغه پژواک ته وويل، د مناګي برېښناکوټ کانال ته چې د سېلاب کوم خطرات شته د محنیوي تدابیر به يې هم دوی نيسي.

د ده په وينا، دا برېښنا کوټ په هغه سيمه کې جوړېږي، چېرته چې سېلابونه ډېر راووځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version