ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ١٣ امنیتي سرتېري او ٢٢ طالبان وژل شوي

5 Nov 2018 - 12:18
5 Nov 2018 - 12:18

غزني ښار (پژواک، ١٤ لړم ٩٧): د غزني چارواکي وايي چې د تېرې شپې په جګړه کې د ملي اردو او پوليسو ١٣ سرتېري او ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د لړم په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خوږياڼو ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې ١٣ سرتېري وژل شوي چې ٧ يې د اردو او پاتې د پوليسو دي او درې نور سرتېري ټپيان دي.

نوري وويل چې په دې نښته کې شپږ وسله وال طالبان هم وژل شوي، خو پوسته د طالبانو له خوا تر نيول کېدو وروسته سوځول شوې ده.

د هغه په وينا، وسله والو طالبانو تېره شپه پر مالستان ولسوالۍ هم بريد کړى و، خو د پوليسو له کلک مقاومت سره مخ شول.

نوري وايي چې د خوږياڼو او مالستان په نښتو کې ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله  مجاهد ادعا کړې چې په دې نښته کې يې ١٨ سرتېري وژلي او يو شمېر نور ټپيان دي.

هغه د خپلو وسله والو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version