غزني ښار (پژواک، ١٤ لړم ٩٧): د غزني چارواکي وايي چې د تېرې شپې په جګړه کې د ملي اردو او پوليسو ١٣ سرتېري او ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د لړم په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خوږياڼو ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې ١٣ سرتېري وژل شوي چې ٧ يې د اردو او پاتې د پوليسو دي او درې نور سرتېري ټپيان دي.
نوري وويل چې په دې نښته کې شپږ وسله وال طالبان هم وژل شوي، خو پوسته د طالبانو له خوا تر نيول کېدو وروسته سوځول شوې ده.
د هغه په وينا، وسله والو طالبانو تېره شپه پر مالستان ولسوالۍ هم بريد کړى و، خو د پوليسو له کلک مقاومت سره مخ شول.
نوري وايي چې د خوږياڼو او مالستان په نښتو کې ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.
بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چې په دې نښته کې يې ١٨ سرتېري وژلي او يو شمېر نور ټپيان دي.
هغه د خپلو وسله والو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن