مالستان (پژواک، ١٥ لړم ٩٧): د ولسمشر د سلاکار اسدالله فلاح په مشرۍ اروزګان ته تللى پلاوى وايي چې د خاص اروزګان او مالستان ولسواليو په نښتو کې ٤٠ ملکي وګړي وژل شوي دي.
دا نښتې تېره اوونۍ د اروزګان ولايت د خاص اروزګان په کندلان او حسيني کليو کې وروسته له هغه پيل شوې، چې له کُندلان کلي څخه يوه ښځه حسيني کلي ته تللې وه.
ځايي اوسېدونکي وايي، کله چې د کُندلان کلي خلک او مشران د يادې ښځې د راوستو لپاره هلته ولاړل، نو جګړه پيل شوه چې وروسته طالبان هم په کې ښکېل شول.
طالبانو په جلا جلا خبرپاڼو کې ويلي و چې هلته يې د اربکيانو د يو قوماندان حکيم شجاعي مرستيال په ګډون يو شمېر وسله وال وژلي او شجاعي يې هم ټپي کړى دى.
کندلان او حسيني کلي د خاص اروزګان ولسوالۍ اړونده سيمې دي، چې د غزني د مالستان ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.
ولسمشر تېره ورځ د خپل سلاکار اسدالله فلاح په مشرۍ يو پلاوى د يادې پېښې د څېړلو په موخه اروزګان ته ولېږه، چې په کې د يو شمېر نورو سلاکارنو په ګډون د ملي دفاع، کورنيو چارو وزارتونو ، ملي امنيت، لويې څارنوالۍ او چارو ادارې استازي هم شامل وو.
ياد پلاوى پرون اروزګان ته تر رسېدو وروسته له ځايي چارواکو سره د خاص اروزګان ولسوالۍ ترڅنګ د غزني مالستان ولسوالۍ ته هم ولاړ.
د پلاوي مشر اسدالله فلاح د لړم په ١٥مه، د مالستان ولسوالۍ په مقر کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې پېښې هر اړخيزې ارزونې يې پيل کړې دي.
هغه زياته کړه، د اروزګان ولايت د ملکي او امنيتي مسوولينو ترڅنګ يې د مالستان له ولسوال او د خاص اروزګان او مالستان ولسوالۍ له اوسېدونکو او قومي مشرانو سره هم ليدلي دي.
نوموړى وايي، چې دا جګړه قومي نه، بلکې د طالب او دولتي ځواکونو او دولت پلوه خلکو ترمنځ جګړه ده.
د فلاح په وينا، وسله والو طالبانو پر يو شمېر کورونو او کليو بريدونه کړي وو او عامو خلکو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
ددولتي پلاوي مشر وويل چې د دې جګړې له امله شاوخوا ٥٠٠ کورنۍ بې ځايه شوي چې مالستان ولسوالۍ ته راغلي او يو شمېر نور يې د غزني جاغوريو ته تللې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن