کابل (پژواک، ١٦ لړم ٩٧): له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا مزي غځولو برخه کې د يو عشاريه شپږ ميليارده امريکايي ډالرو پانګونې هوکړه لاسليک شوه.
د دې پروژې درې اړخیز تفاهملیک د ۲۰۱۵ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د درېيو واړو هېوادونو (ترکمنستان، افغانستان او پاکستان) د مشرانو ترمنځ د ترکمنستان په مرکز عشق آباد کې لاسلیک شوی و.
د دغه مزي له لارې به له ترکمنستان څخه پاکستان ته د ۱۰۰۰ مېګاواټو په شاوخوا کې برېښنا ولېږدول شي.
افغانستان به د دغه مزي له لارې د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا پر ګټې اخیستنې سربېره، په کال کې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالره د ترانزیټ حق هم ترلاسه کوي.
د دې پروژې د پانګونې تفاهمنامه نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو پر مهال په دلګشا ماڼۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني او لوړپوړو دولتي مقاماتو په حضور کې لاسلیک شوه.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال او سرپرست محمد ګل خُلمى د ياد ترکي شرکت له مشر احمد چاليک (AhmetÇalık) سره کابل کې په ګډه خبري ناسته کې وويل چې د ترکمنستان- افغانستان او پاکستان (TAP) د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد مزي پر پروژه د پانګه اچونې تفاهملیک نن په کابل کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت او د ترکي پانګه اچونکي شرکت "چالیک هولډینګ" ترمنځ لاسلیک شو.
هغه وويل چې ياد ترکي شرکت به په ټولیز ډول د ترکمنستان- افغانستان او پاکستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د مزي پر پروژه له۱،۶تر دوه مليارده ډالر پانګونه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن