ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د بادامو څلورم ملي جشن جوړ شو

7 Nov 2018 - 16:50
7 Nov 2018 - 16:50

مزارشريف (پژواک، ۱۶ لړم ۹۷): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د بادامو څلورم ملي جشن جوړ شو چې په کې د ځینو ولايتونو بادام نندارې ته وړاندې شوي وو.

د افغانستان د بادامو د صنعت د پراختيا ادارې اجرائيوي مدير احمد جاوېد حميد حميدزاده د لړم په ۱۶مه د بادام ملي جشن د پروګرام په پيل کې وويل چې دغه لړۍ له ۲۰۱۳ کال را په دېخوا پیل شوې ده.

نوموړي پژواک ته وويل چې سږنی جشن د بادامو څلورم ملي جشن دی او په وينا يې چې ياد پروګرام په هغو ولايتونو کې جوړېږي چېرې چې د بادامو حاصلات زيات وي.

هغه زياته کړه چې د دغه جشن د جوړېدو اصلي موخه دا ده څو ټول هغه کسان په يو ځای کې راټول شي، چې د بادامو صنعت کې کار کوي.

نوموړی زياتوي چې همدا راز له دې لارې هڅه کېږي څو بادامو ته د بازار موندنې په برخه کې کار وشي او هېوادوال تشويق کړای شي چې د بادامو صنعت ته مخه وکړي.

حميد زاده وويل چې په دغه جشن کې د بادامو سوداګريزې بڼې نندارې ته وړاندې کېږي او ليدونکو ته يې د کيفيت او اقتصادي ګټو په تړاو معلومات ورکول کېږي.

د هغه په خبره، په افغانستان کې ۹۶ ډوله بادام تولیدېږي چې ۹ ډولونه يې تجارتي دي او په نړيوال مارکېټ کې ښه ځای لري.

د بادامو صنعت د پراختيا ادارې دغه مسوول همدا راز وايي چې د بادامو د صنعت پر وړاندې تر ټولو لويه ننګونه د اوبو کمښت دی چې کروندګر ورسره لاس او ګرېوان دي.

هغه خپلو خبرو کې وويل چې د تېر کال په پرتله په ۱۳۹۷ کال کې د بادامو صادرات ۳۳ سلنه زيات شوي او توليداتو کې يې شاوخوا ۵۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

هغه وويل چې تېر کال د بادام صادرات ۵ زره مټريک ټنه وو چې ۲۹ ميليونه ډالر پرې ترلاسه شول، سږ کال د صادراتو  کچه ۹زره مټريک ټنه ته رسېدلې چې اقتصادي ارزښت يې هم له ۲۹ ميليون ډالرو څخه ۳۵ ميليون ډالرو ته پورته شوی دی.

نوموړی زياتوي چې پخوا به تجارتي بادام يواځې په شمالي ولايتونو کې توليدېدل خو په وينا يې چې اوس د افغانستان په مرکزي ولايتونو کې هم تجارتي بادام توليدېږي.

د هغه په خبره هندوستان، پاکستان او د منځنۍ اسيا يو شمېر هېوادونه د افغانستان د بادامو ښه مارکېټونه دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version