کندوز ښار (پژواک، ١٦ لړم ٩٧): د کندوز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او د ولايتي شورا غړو له امنيتي ځواکونو پر ملاتړ او ملي يووالي ټينګار وکړ.
دغه غونډه کې د لړم په ١٦مه د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په مرکز کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د کندوز ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي وويل چې د دې غونډې اساسي موخه له امنيتي ځواکونو ملاتړ او ستاينه ده.
هغه وايې: ((امنيتي ځواکونو د ټاکنو په ورځ په ښه توګه امنيت تامين کړ، موږ يې دلته د ستايلو لپاره را ټول شوي يو او له خلکو غواړو چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم په پوره لېوالتيا سره ګډون وکړي.))
دغه راز د کندوز ولايتي شورا بل غړي خال الدين حکيمي وويل چې خلک بايد خپل ملي يووالی وساتي او په هېواد کې د روانو ستونزو د حل په موخه بايد له ملي ځواکونو کلک ملاتړ وکړي.
همدارنګه د خلکو په استازيتوب قومي مشر حاجي کمال وويل چې امنيتي ځواکونه بايد وستايل شي او تر څنګ يې بايد له دوى څخه کلک ملاتړ هم وشي.
هغه زياته کړه: ((زه له ټولو غواړم چې په اتحاد او اتفاق و اوسي او له امنيتي ځواکونو هم مننه کوم چې د ټاکنو په ورځ کې يې امنيت تامين کړى و.))
د غونډې په پاى کې د امام صاحب ولسوال محبوب سعيدي وويل چې له روانو ستونزو د خلاصون په موخه خلک بايد له حکومت سره پوره همکاري وکړي.
ده وويل: ((دولت ستاسو دى، بايد ملاتړ ترې وکړئ او امنيتي ځواکونو هم د ټاکنو په ورځ د خپلې وينې په بدل کې امنيت تامين کړ چې د ستايلو وړ دي.))
د دې غونډې په پاى کې د يادو چارواکو او خلکو له لوري يو شمېر امنيتې سرتېرو ته ستاينليکونه هم ورکړل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن