ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ټولنيزو شبکو کې د ولسمشر د ټيم او امرالله صالح ناندرۍ

7 Nov 2018 - 17:24
7 Nov 2018 - 17:24

کابل (پژواک، ١٦ لړم ٩٧): په ټولنيزو شبکو (فيسبوک او ټويټر کې) د ملي امنيت د پخواني رييس امرالله صالح او د ولسمشر د ټيم ترمنځ ناندرۍ را ولاړې شوې دي.

دا لړۍ وروسته له هغه پيل شوه چې د ملي امنيت پخواني رييس امرالله صالح په فېسبوک او ټويټر کې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو د پايلو په اړه يو پوسټ وکړ.

صالح ليکلي: ((له څو موثقو سرچينو څخه داسې معلومات مې ترلاسه کړي چې د ولسمشر د دفتر د رييس سلام رحيمي او سلاکار ډاکتر فضلي له خوا ځينو کانديدانو ته د ټيلېفون له لارې ويل شوي چې که غواړي د ولسي جرګې په ټاکنو کې بريالي شي، نو په وزير اکبر خان کې دې د دوى دفتر ته مراجعه وکړي.))

هغه زياته کړې، اوس ځينو متزلزلو نوماندانو چې د ولسي جرګې د څوکۍ لپاره هر څه ته لاس اچوي دغه دفتر ته ورغلي او له دوى سره يې ليدنې کړې.

صالح ويلي چې دغه کار د ټاکنو کمېسيون په چارو کې بربنډه لاسوهنه ده او د کمېسيون باور او حيثيت له منځه وړي.

د ملي امنيت د پخواني رييس تر  دغه پوست سمدستي وروسته د ولسمشر سلاکار ډاکتر فضل فضلي هم په يوه فيسبوکي پوسټ کې د هغه ادعا رد کړې ده.

هغه زياته کړې چې د ځينو نوماندانو له خوا د ده او د رحيمي له دفتر سره اړيکې نيول بې اساسه او له حقيقت څخه لرې ده.

فضلي ويلي: (( امرالله صالح بې خلتې  ډزې کوي، ما پخوا هم صالح ته کورنۍ دنده ورکړې وه، خو هغه په ټويټر او فيسبوک کې زه بلاک کړى يم او له بحث څخه يې تېښته کړې ده او اوس يواځې تورونه پورې کوي.))

امرالله صالح بيا د فضلي په ځواب کې بل پوسټ کړى او ويلي يې دي چې هغه زما د خبرو د څېړلو پر مهال  د سرچوک په څېر څرګندونې کړې دي.

هغه زياته کړې، اوس ورو ورو معلومېږي چې د ټاکنو کمېسيون دويمه او درېيمه درجه کارکوونکي د يوې خاصې حلقې له خوا ګومارل شوي دي.

صالح په يوه بل پوسټ کې بيا د امريکا د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ټاکنو يادونه کړې، چې تر څو ساعتونو وروسته يې پايلې خپرې شوې، خو نيوکه يې کړې چې په افغانستان کې تر ٢٠ ورځو تېرېدو وروسته هم پايلې نه دي معلومې .

نوموړي ادعا کړې چې په افغانستان کې د کمېسيون له خوا د قومي اړيکو په اړه څېړنې روانې دي.

د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي ورته په ځواب کې ليکلي چې د امريکا او نورو هېوادونو د استخباراتو مشران د دغو هېوادونو د ملي پانګې حيثيت لري او د خپل هېواد لپاره تاريخي ارزښت لري.

هغه زياته کړه، دغه استخباراتي مشران امنيت له جغرافيايي او قومي له اړخه نه څېړي، لومړى زده کړې کوي، روزنه ترلاسه کوي، خو فيسبوک ډېر نه کاروي.

پر دغو پوسټونو د دواړو ډلو ملاتړو هم  مثبت او منفي کمنټونه ورکړي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version