ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند خلک: حکومت دې د لویو پروژو په اړه راسره کړې ژمنې پوره کړي

12 Nov 2018 - 15:59
12 Nov 2018 - 15:59

لښکرګاه (پژواک، ۲۱ لړم ۹۷): د هلمند قومي مشران او ديني عالمان ټينګار کوي چې حکومت بايد هغه لويې پروژې پلې کړي چې مخکې يې له دوى سره ژمنې شوې دي.

په دغو لويو پروژو کې د ټاپي د ګازو نل ليکه د ټاپ پروژې پنځه سوه مېګاواټه برېښنا، نوري فايبر او د رېل ګاډي پټلۍ غځول شامل دي.

په دې اړه نن په مرکز لښکرګاه کې لويه غونډه جوړه شوې وه چې سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو په کې ګډون کړى و.

په دې غونډه کې قومي مشر عبدالخالق خان وويل چې حکومت بايد هر څه ژر د ټاپي او ټاپ پروژو عملي چارې پيل کړي.

هغه وايي چې د دغو پروژو په پلې کېدو سره به ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.

ده زياته کړه چې خلک د يادو پروژو د امنيت ټينګښت په برخه کې له حکومت سره پوره همکاري کوي.

دغه راز بل قومي مشر شېراغا ساپی بيا وايي که چېرې دغه پروژې پلې شي نو په سيمه کې به ورسره امنيت هم ډېر ښه شي.

همدارنګه مدني فعال نظرمحمد رودي وايي، خلک اوس په دې تمه دي چې حکومت د دغو پروژو عملي چارې پيل کړي.

دى وايي: ((خلک د نظام ملاتړي دي خو د پروژو ځنډ له یوې خوا ولس بې باوره کوي او له بلې خوا يې پر وړاندې خنډونه هم پیدا کېږي، نو حکومت دې په دې برخه کې چټک ګامونه پورته کړي.))

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.

د غونډې په پای کې د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې حکومت بايد لويې پروژې پلې کړي، څو هېواد له ستونزو او د نورو له محتاجه خلاص شي.

د والي په وينا، د ټاپي او ځينو نورو پروژو د سروې چارې روانې دي چې پر وخت سره به يې عملي چارې هم پيل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version