کندهار (پژواک، ۲۱ لړم ۹۷): د کندهار ښار له جمهوریت څلورلارې تر هوايي ډګره غځېدلې جاده د جنرال عبدالرازق په نوم ونومول شوه.
په دغو مراسمو کې سرپرست والي عبدالحنان منیب، د ولایتي شورا غړو او یو شمېر مشرانو ګډون کړی و.
سرپرست والي وویل، د کندهار ښار له جمهوریت څلورلارې تر هوايي ډګر پورې نوې جوړه شوې جاده نن رسماً د جنرال عبدالرازق په نوم ونومول شوه.
هغه زیاته کړه، د کندهار مخکني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د هېواد او خلکو لپاره قرباني ورکړې ده او پر ټولو حق لري چې نوم یې ژوندی وساتي.
د ده په خبره، ولایتي اداره هڅه کوي د هغه د نوم ژوندي ساتلو په موخه یو شمېر نورې سیمې هم د هغه په نوم ونوموي.
په مرکز کابل او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم یو شمېر ځایونه د جنرال عبدالرازق په نوم نومول شوي دي.
څه کم یوه میاشت وړاندې د تلې په ۲۶مه شاوخوا څلور بجې په کندهار ولایت مقام کې له یوې غونډې وروسته د والي د یوه ساتونکي له خوا برید وشو چې په ترڅ کې یې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومن حسین خېل او د کندهار ملي راډیو ټلوېزیون کامره مېن سلیم انګار ووژل شول او د والي په ګډون یو شمېر نور ټپيان شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن