مزار شريف ( پژواک، ۲۲ لړم۹۷) : د مزار – شبرغان پر لويه لار د نښتې له امله څلور ملکي وګړي ټپيان شوي، د تېلو يو ټانکر سوځول شوی او بل يې طالبانو بيولى دی.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالرزاق قادري د لړم په ٢٢مه، پژواک ته وويل چې لومړۍ پېښه د دوشنبې مازيګر هغه مهال رامنځته شوه، چې طالبانو د ملي اردو پر قطار بريد وکړ.
قادري وايي، د طالبانو له بريد وروسته نښته رامنځته شوه چې په همدې مهال پر ياده لويه لار يو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی موټر هم تېرېده چې د هغه په خبره، د طالبانو د ډزو له امله په موټر کې ناست څلور مسافرين هم ټپيان شول.
قادري زياتوي، د دوه تنو ټپيانو وضعيت نازک دی.
د بلخ د امنيت امر همدا راز وايي چې نن سهار وسله والو طالبانو د مزار – شبرغان پر لويه لار د تېلو پر ټانکرونو هم بريد کړی؛ خو ډېر جزييات يې ورنه کړل.
په ورته وخت کې بيا د چهاربولک ولسوالۍ ولسوال ذبيح الله ذبيح پژواک ته وويل چې د سه شنبې په سهار وسله والو طالبانو د مزار– شبرغان لويې لارې د خان اباد څلور لارې سيمه کې د تېلو يو ټانکر سوځولی او يو بل يې له ځان سره بيولى دی.
هغه زياتوي، تر اوسه معالومه نه ده چې ياد ټانکرونه د چا وو او چېرته يې تېل لېږدول.
نوموړي دا هم وويل چې د تېرې ورځې نښته کې يو پوليس هم ټپي شوی دی.
وسله والو طالبانو د مزار – شبرغان لويې لارې په اوږدو کې د وروستيو دواړو پېښو په تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن