ميدان ښار(پژواک، ٢٣ لړم ٩٧): تېره شپه د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفينو د بريدونو پر مهال د ملي اردو لږ تر لږه نهه سرتېري وژل شوي دي.
د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ وياند حکمت دراني پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د سيداباد ولسوالۍ د منګليو په سيمه کې کې د ملي اردو پر پوسته بريد وکړ.
دى وايي چې په دغه بريد کې نهه د ملي اردو سرتېري او پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هغه په وينا، دغه پوسته د لنډ وخت لپاره د وسله والو مخالفينو لاسته ته لوېدلې وه خو بېرته دولتي ځواکونو ونيوه.
هغه وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د سيداباد ولسوالۍ په باقرخېلو، عزيز کلا، عبدالمحى الدين خېلو او هفت اسياب سيمو کې هم پر دولتي ځواکونو بريدونه کړي، خو مرګ ژوبله نه لري.
خو د طالبانو ويان ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره د منګليو پوسته ونيوه او په دې پوسته کې د دولتي ځواکونو نهه کسان ووژل شول.
دى وايي چې طالبانو په ورته وخت کې د سیداباد په باقرخېلو، عزیز کلا او عبدالمحي الدین سيمو کې هم پر دولتي ځواکونو بريدونه کړي او ١٤ سرتېري یې وژلي دي.
د هغه په وينا، په هفت اسياب کې د دولتي ځواکونو يو ټانک هم پر ماين الوځول شوى او په کې سپاره کسان وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن