کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٧) : د امريکا د پوځ مشر جنرال ډانفورډ وايي چې طالبان افغان جګړه کې بايلونکي نه دي او د سولې پر خبرو اترو يې ټينګار کړى دى.
د امريکايي تلوېزيون سي ان ان د راپور له مخې، دامريکا د پوځ د ګډې قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف ډانفورډ دغه څرګندونې پرون د امريکا په هاليفاکس کې ديوه امنيتي بحث پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړې:((طالبان اوسمهال افغان جګړه کې بايلونکي نه دي، د افغان شخړې هواري لپاره بايد د سولې د خبرو اترو له لارې کار وشي.))
د جنرال ډانفورډ په وينا، افغان شخړه نظامي حل لاره نه لري، ناټو او افغان حکومت په ګډه هڅې کوي چې پرطالبانو نظامي، سياسي، اقتصادي او ټولنيز فشارونه راوړي، څو هغوى د سولې خبرو ا ترو ته چمتو کړي.
هغه زياته کړې، د افغان شخړې سياسي حل لاره په خپله د طالبانو په ګټه هم ده او بايد له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.
د امريکا د پوځ مشر له نورو جزئياتو ورکولو پرته ويلي: (( موږ باوري يو چې طالبان به يوه ورځ پخلاينې ته چمتو شي.))
ډاڼفورډ وايي، د بريا لپاره مهمه ده چې د سولې ټولې هڅې او فشارونه بايد سره همغږي شي، څو طالبان خبرو اترو ته چمتو کړاى شي.
د نوموړي په وينا، اوس لا ډېر له وخته مخکې خبره ده چې وويل شي، له طالبانو سره د سولې موافقه نږدې شوې ده.
د امريکا د پوځ مشر په داسې حال کې د افغان سولې په اړه څرګندونې کړې دي چې دامريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخوانى ديپلوماټ زلمى خليلزاد د افغان سولې لپاره ځانګړى استازى ټاکلى دى.
نوموړي په تېرو دوو مياشتو کې دوه ځلې افغانستان او د سيمې هېوادونو ته سفرونه کړي او د طالبانو له استازو سره يې هم ليدلي دي.
ډانفورډ دافغانستان د ولسي جرګې تېرو ټاکنو ته په اشارې سره وويل چې په برياليتوب سره ترسره شوي او راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې يې هم مهمې وګڼلې.
نوموړى پخوا په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو قوماندان هم پاتې شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن