ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليسو کابل هوايي ډګر کې پنځه کيلوګرامه هيرويين ونيول

18 Nov 2018 - 11:56
18 Nov 2018 - 11:56

 کندوز-کابل(پژواک، ٢٧ لړم ٩٧): پوليسو د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر او کندوز ولايت کې ٣٧ کيلوګرامه هيرويين کشف او ترلاسه کړي چې د انتقال په تور يې پنځه تنه هم نيول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت له لوري د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پوليسو د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې پنځه کيلوګرامه هيرويين کشف او ترلاسه کړي دي.

سرچينه زياتوي: (( نیول شوي مخدره توکي په ځان پاک، برزو، زېر پېراهني او یخن قاق کې، په ماهرانه ډول ځای پر ځای شوي وو؛ چې له هېواده بهر د لېږد پر مهال د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندانۍ د مؤظفینو له خوا کشف او ونیول شول.))

د خبرپاڼې په حواله چې د يادو نشه يي توکو د انتقال په تور يو تن هم نيول شوى دى.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني پژواک ته وويل چې تېره شپه پوليسو د کندوز-بغلان لويې لارې د پل چرخاب په سيمه کې له يو موټر څخه ٣٢ کيلوګرامه هيرويين کشف او ترلاسه کړي دي.

هغه وايي چې دغه توکي په يو سراچه موټر کې په ماهرانه ډول ځاى پرځاى شوي وو چې پوليسو کشف کړي دي.

د کندوز امنيه قوماندان زياتوي چې د دغو نشه يي توکو د انتقال په تور څلور تنه هم نيول شوي چې دا مهال تر څېړنو لاندې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version