ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان پنځه ولسوالۍ لا هم له مرکز پارون سره مواصلاتي لار نه لري

19 Nov 2018 - 15:25
19 Nov 2018 - 15:25

جلال اباد (پژواک، ۲۹ زمری ۹۶): په نورستان کې په تېرو پنځلسو کلونو کې مواصلاتي سړکونه په پاخه ډول نه دي رغول شوي او د دغه ولایت پنځه ولسوالۍ لا هم له مرکز پارون سره نه دي وصل شوې.

د ولایتي شورا غړي او خلک تور پورې کوي چې  رغنیزې چارې  په ادارو کې د پراخ فساد شتوالي له کبله نه دي ترسره شوې.

د سړکونو او مواصلاتي لارو خراب وضعیت ته ځايي خلک اندېښمن دي او وايي چې هر ژمی یې د درنو واورو له کبله د تګ راتګ ستونزې دوه برابره ډېرېږي.

د نورستان د ولایتي شورا رييس سعد الله پاينده زوی پژواک اژانس ته وويل، نه یوازې دا چې سړکونه په پاخه ډول جوړ شوي نه دي، بلکې ډېرو ولسوالیو ته عمومي او فرعي لارې هم نه دې ورغلي.

نوموړی که څه هم په ځانګړي ډول د چا نوم نه اخلي؛ زیاتوي چې د پروژو د لګښت پیسې شخصي جېبونو کې اچول شوي دي.

د شورا رييس زياتوي: ((د یو کيلومتر نه کم کانکرېټي سړک جوړېږي، دا لویه مسئله وه چې تر ماليې او کورنیو چارو وزارت پورې لاړه، اوس چې ګورو ستونزې په داخل کې موجودي دي.))

وکیلان وايي، تېر کال یې  حکومت له لوري د سړکونو نه رغولو په غبرګون د ولایتي شورا دروازې هم  د څو ورځو لپاره تړلې وې.

د نورستان پنځه ولسوالۍ لا هم له مرکز پارون سره مواصلاتي لارې نه لري چې اوسېدونکي یې د ختیځ  کونړ او لغمان ولایتونو له لارې مرکز پارون ته ورځي.

خلک د خپلو ستونزو په یادولو له مسوولینو غواړي چې سړکونه یې پاخه او ټولې مواصلاتي لارې یې جوړې کړي.

د سيمې يوه اوسېدونکي خانزلي پژواک ته وويل: ((مهمه خبره دا ده چې غربي نورستان له مرکز سره وصل شي، شپاړس کاله  کېږي چې دغه سړکونه جوړ نه شو، زموږ غوښتنه له چارواکو دا ده چې دغه سړکونه جوړ کړي .))

دغه راز د واصل په نوم د نورستان يوه بل اوسېدونکي پژواک ته وويل چې ستونزې له حده ډېرې دي، د کرایې لوړوالي ستونزه شته، که څوک وظیفه  لري، په میاشتو میاشتو نورستان او یا ولسوالیو ته نه شي تللی.

خرابې لارې د نورستان خلکو ته هغه مهال ستونزې څو چنده ډېرې کړې چې ژمی درنې واورې وورېږي او د لارې تړل کېدو له کبله په اوونیو ـ اوونیو خلک له کورونو نه شي راوتلای.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version