فیروزکوه (پژواک، ٢٨ عقرب ٩٧): د غور پولیس وايي، ناپېژاندو وسله والو د هرات ـ غور پر لویه لار درې مسافر وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
د غور د امنیت امر سید ضیا حسیني پژواک خبري اژانس ته وویل، ناپېژاندو وسله والو نن سهار ۴:۰۰ بجې د هرات ـ غور پر لویه لار د «میدان برخانې» اړوند سیمه کې پر مسافر وړونکو موټر برید کړی، درې کسان یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
د ده په خبره، د وژل شوو کسانو جسدونه او ټپیان د غور ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، ټول هغه مسافر چې تر برید لاندې راغلي، د دایکنډي ولایت اوسېدونکي دي او په ټپیانو کې ښځې هم شاملې دي.
په ورته وخت کې د غور ولایتي روغتون ډاکتران د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ ور بولي.
د مسافرو له ډلې مومنې وویل: ((زموږ موټر د موټرچلوونکو په تاکید تېره شپه ناوخته حرکت وکړ، دوه موټره وو، لومړۍ موټر تېر شو او کار یې پرې ونلرلو خو موږ یې موخه وګرځولو.))
تر اوسه کومې ډلې د یادې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن