ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د ولسونو جرګه: حکومت دې په غزني کې دوه ګونى چلند پرېږدي

22 Nov 2018 - 15:06
22 Nov 2018 - 15:06

کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ۹۷): د غزني يو شمېر قومي مشرانو او مدني فعالانو، حکومت په دغه ولايت کې پر دوه ګوني چلند تورن کړ او وايي، که چېرې غزني پر دوو اداري واحدونو وېشل کېږي، لومړی بايد مقر ولسوالۍ ولايت شي.

دا په داسې حال کې ده چې په ولسي جرګه کې د غزني يو شمېر استازي هڅه کوي چې د دغه ولايت د جاغوري ولسوالۍ پر ولايت بدله شي.

ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې باميان او دايکنډي ولايتونو ته د سفر پر مهال اشاره کړې وه چې جاغوري ولسوالۍ پر ولایت بدله کړي.

د غزني د ولسونو جرګې غړو د ليندۍ په لومړۍ نېټه په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل چې د غزني له ۱۸ ولسواليو ۱۴ يې له تېرو ۱۷ کلونو راهيسې نا امنه دي، په دې موده کې مرکزي ادارې هېڅ پاملرنه ورته ونه کړه، خو د دغه ولایت د جاغوري او مالستان مصنوعي جګړو د مهار لپاره یې ټول امکانات ور ورسول.

د دوی په استازيتوب ډاکتر طاهر وويل چې د غزني له ۱۸ اداري واحدونو ۱۴ يې له تېرو نهو کلونو په ولسي جرګه کې استازي نه لري او له هر ډول حقونو بې برخې دي.

هغه زياته کړه: "د غزني په پوځي او اداري چارو کې ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول ايران او پاکستان پټې او ښکاره لاسوهنې کوي او د دغه ولايت د رهبرۍ چارې د کمېشن په ډول د ساختماني شرکتونو مشرانو او جنګسالارانو ته ورکول کېږي."

د نوموړي په وينا، د غزني په اکثرو پښتون مېشتو ولسوالیو هر ورځ په اوسط ډول ۱۵ کسان وژل او لسګونه نور ټپيان کېږي خو حکومت یې د مخنیوي لپاره هېڅ لازم اقدام نه دی کړی.

ډاکتر طاهر وايي: "د حکومت له دوه مخي چلنده تر پزې راغلي يو، په تېره څه موده کې په غزني کې ۷۲ پراختيايي پروژې پلې شوې چې يواځې درې يې په ۱۴ ولسواليو کې دي او پاتې نورې يې په نورو پاتې ولسواليو کې."

قومي مشر حسن خان اکا هم د ډاکتر طاهر څرګندونې تاييد کړې او ويې ويل: "موږ نه پوهېږو چې موږ د دغه هېواد نه يو او که څنګه؟ د غزني په دوو ولسواليو کې مصنوعي او سياسي جګړه چې کله پيل شوه نو ټول حکومت غزني ته راغی، خو زما پښتون مېشتې سيمې له تېرو ۱۷ کلونو د اور په لمبو کې سوځي خو څوک يې غږ هم نه اوري."

دی زياتوي، د جګړو او نا امنیو له امله يواځې له اندړو ولسوالۍ ۱۲۰۰ کورنۍ بېځايه شوې، چا يې پوښتنه هم نه ده کړې خو د دوو ولسواليو څو بېځایه شوو ته بیا پخه ډوډۍ ورکول کېږي.

هغه وويل: "زه متعصب نه يم، خو د حکومت دوه مخي چلند اړ کړی يم چې حقيقوته ووايم."

د ناستې په پای کې د غزني د ولسونو جرګې اعلاميه د دې جرګې د مطبوعاتي کمېټې مشر غلام فاروق حقيقي ولوسته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version