کابل (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٧): امريکايي ځواکونو اعلان کړى چې په افغانستان کې یې نن يو سرتېرى وژل شوى دى.
په کابل کې د یادو ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سرتېرى نن په افغانستان کې وژل شوى، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.
سرچينې زياته کړې چې د امريکا د دفاع وزارت د تګلارې له مخې، دوی نه شي کولای تر راتلونکو ٢٤ ساعتونو پورې د سرتېري هويت په ډاګه کړي.
امريکايي ځواکونو د دغه سرتېري د وژل کېدو د پېښې په اړه معلومات هم نه دي ورکړي.
د يادونې ده، درې اوونۍ مخکې يو امريکايي پوځي افسر په کابل هوايي ډګر کې د يوه افغان سرتېري لخوا ووژل شو، دغه راز تېره مياشت په کندهار کې د يوه بريد پر مهال د يوه جنرال په ګډون درې امريکايان ټپيان شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن