ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معترض نوماندان: د فراه ټاکنې دې باطلې او له غزني ولايت سره يو ځای ترسره شي

25 Nov 2018 - 16:38
25 Nov 2018 - 16:38

کابل (پژواک، ۴ ليندۍ ۹۷): له فراه ولايت څخه د ولسي جرګې ځينې معترض نوماندان وايي، د دغه ولايت  ټاکنې دې باطلې او له غزني ولايت سره يو ځای ترسره شي؛ ځکه چې پراخې درغلۍ په کې شوې دي.

له فراه ولايت څخه ٤٢ تنه د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند شوي وو. د ټاکنو کمېسيون له دغې ډلې څخه بلقيس روشن، عبدالجليل بختور، همايون شهيدزاده، عبدالستار حسيني او عبدالنصير فراهي مخکښ نوماندان اعلان کړي دي. دغه پنځه کسان ټول نوې څېرې دي او تر دې مخکې يې د يادې جرګې غړيتوب نه درلود. 

نن  شاوخوا شلو تنو چې ځينې يې  له فراه څخه ولسي جرګې نوماند او ځينې د نورو نوماندانو استازي وو، کابل کې ګډه خبري ناسته جوړه کړې وه. 

له دغو معترضو نوماندانو څخه محمد سرور فراهي وويل، چې د ناامنيو له امله د فراه له لسو ولسواليو څخه په شپږو کې يواځې ۱۲ رايې کارول شوي او د ټاکنو په ورځ د رايې ورکولو ډېری مرکزونه له ټاکل شوي ځای څخه بل ځای ته لېږدول شوي وو.

هغه د بېلګې په ډول وويل:" د جوين ولسوالۍ د لفتان مرکز د لفتان له ښوونځي څخه د قاري محمد نور جومات ته چې شپږ کيلومتره واټن لري لېږدول شوی و، دغه رايې ځکه بايد باطلې اعلان شي چې په قانون کې د مرکزونو د لېږد صراحت نشته."

ده، د جوين په ولسوالۍ له ټاکنو يوه ورځ وړاندې او د انار درې په ولسوالۍ کې له ټاکنو يوه ورځ وروسته د صندوقونو ډکول، د ځينې صندوقونو د قفلونو ماتېدل، په جعلي پېژندپاڼو رايې ورکول، د يو ځانګړي نوماند له خوا د انار درې په ولسوالۍ کې له ټاکنو د څار  لپاره له جعلي کارتونو ګټه اخيستل او د دې ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته د سر خلاصو صندوقونو لېږد، هغه درغلۍ وبللې چې په تېرو ټاکنو کې ترسره شوې دي.

يادو کسانو په دغه ولايت کې په ټاکنو کې د فساد په تړاو ځينې انځورونه او ويډيوګانې هم رسنيو ته ورکړې.

په دغو ويډيوګانې کې ظاهراً ښکاري چې يو تن يو رايه ورکوونکى خپل نوم حامد ښيي، خو په تذکره کې يې نوم نثاراحمد دى او په بله وېډيو کې چې پژواک هم مخکې خپره کړې، ښکاري چې يو ١٦ کلن هلک رايه ورکوي. 

په بله ويډيو کې ښکاري چې صندوقونه د پوليسو په رنجر موټر کې لېږدول کيږي، يو کس وايي چې د صندوقونو سرونه نه دي قفل شوي او رايې نه دي شمېرل شوې.   

له فراه نه ولسي جرګې ته بل متعرض نوماند عبدالناصر فراهي وويل چې د ټاکنو کمېسيون بايد د دغو اسنادو په پام کې نيولو سره د فراه خلکو او د هغوى استازو ته په دغه ولايت کې د رڼو ټاکنو په اړه  قناعت ورکړي.

همداراز دی زياتوي، چې کمېسيون بايد تورې او سپينې رايې سره بېلې او د ملت کور ته د رڼو رايو لرونکي کسان ولېږي.

ده چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې وويل چې د فراه ټاکنې دې باطلې اعلان او په غزني کې د ولسي جرګې او دغه راز د ولسمشريزو ټاکنو سره دې يو ځاى تر سره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version