ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوې کمېټې د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو لپاره د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۲۲مه نېټه هوکړه کړې

25 Nov 2018 - 15:21
25 Nov 2018 - 15:21

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۹۷): یوه معتبره سرچینه وايي، د ولسمشریزو او درېیو نورو ټاکنو ترسره کېدو لپاره د راتلونکي کال د چنګاښ پر ۲۲مه نېټه چې شاوخوا درې میاشتې ځنډېږي، هوکړه شوې خو دا هوکړه وروستۍ نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخکې اعلان کړی و چې ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱مه ترسره کېږي.

د هغه تازه مهالوېش له مخې چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړی، د ولسمشریزو ټاکنو، د غزني ولایت پارلماني ټاکنو، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ترسره کېدو لپاره د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې ۲۲مه ټاکل شوې ده.

د دغه مهالوېش له مخې، د ولسمشریزو ټاکنو د نوم لیکنې لپاره د روان کال د مرغومي له ۱۱مې د سلواغې تر ۸ مې پورې وخت ځانګړی شوی دی.

د دغه مهالوېش له مخې، د ولسمشریزو او درېیو نورو ټاکنو ترسره کولو لپاره د چنګاښ ۲۲مه نېټه چې د ۲۰۱۹ کال د جولای له ۱۳مې سره برابره ده، په پام کې نیول شوې ده.

په مهالوېش کې د ۱۳۹۸ کال د زمري ۲۰مه «د ۲۰۱۹ کال د اګسټ میاشتې ۱۱مه» د لومړنيو پایلو د اعلان او د وږي ۲۴مه «د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر میاشتې ۱۵مه» نېټې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان لپاره په پام کې نیول شوې دي.

یوې کره سرچینې د نوم نه اخیستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل، د ټاکنیزو کمېسیونونو یو ګډ ټېم چې د دارالانشا رییسان، د ټاکنیزو کمېسیونونو څلور غړي او د ټاکنو څلور متخصصین په کې شامل دي، د تېرې ورځې په ناسته کې هوکړه کړې چې د ساړه موسم او د تګ راتګ لارو د خرابوالي له امله د ولسمشرۍ او درې نورې ټاکنې له دوو میاشتو او ۲۲ ورځو ځنډ وروسته د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۲۲مه نېټه ترسره شي.

نوموړي دې ته په اشاره چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون همدا اوس د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو د پاکو او ناپاکو رایو پر چاڼ بوخت دی، وویل، له همدې امله پرېکړه وشوه چې ولسمشریزې ټاکنې دې وځنډول شي.

نوموړي دغه راز د ولسي جرګې د ټاکنو د رایو ارزول او بیا شمېرنه، د هوا سړوالی او د ځينو ولایتونو د لارو خرابوالی د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ لاملونه یاد کړل او زیاته یې کړه، د اساسو او غیر اساسو موادو لېږد او د کارکوونکو لازمې زده کړې ناشونې دي.

د ده په خبره، د یادې کمېټې په پرونۍ ناسته کې د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش د ملګرو ملتونو د پراختیا او پرمختګ پروګرام (UNDP) د استازي په حضور کې د ټاکنیزو کمېسیونونو د متخصصینو له خوا تیار او یوه کاپي یې د ټاکنیزو کمېسیونونو رهبرۍ ته لېږل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون څو ځلې رسنیو ته ویلي چې د ولسمشریزو او درېیو نورو ټاکنو ترسره کولو لپاره مهالوېش اعلانوي، خو له هغه وخته تر اوسه څو ځلې ځنډېدلی دی.

په ورته وخت کې د ولسمشر محمد اشرف غني، ډاکتر عبدالله عبدالله، د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور، د ملي امنیت پخواني مشاور محمد حنیف اتمر، د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داوودزي، د احمدشاه مسعود بنسټ رییس احمد ولي مسعود، د افغانستان د نوین ملي جبهې رییس انورالحق احدي، په هند کې د افغانستان پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي په ګډون یو شمېر نور کسان چې تر اوسه یې د نوم د نه ښودو غوښتنه کړې، د ټاکنیزو ټکټونو د جوړېدو هڅې کوي خو تر اوسه هېچا خپل رسمي موقف نه دی اعلان کړی.

له دې مخکې داسې خبرې وې چې د سولې د خبرو د پیل او په ولسمشریزو ټاکنو کې د طالبانو د ګډون لپاره ممکن ولسمشریزې ټاکنې څو میاشتې و ځنډېږي، هغه موضوع چې تر اوسه هېڅ رسمي بنسټ نه ده تایید کړې.

د راپورونو له مخې، داسې احتمال هم موجود دی چې د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو موخه له وسله والو مخالفینو سره د سولې پر خبرو او له طالب استازو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر کتنو اغېز ولري.

زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ د دویم ځل لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالب استازو سره وکتل. نوموړي له دې لیدنې وروسته په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، هیله من دی چې افغانان دولت او طالبان به په راتلونکو څو میاشتو کې پر سوله یوې هوکړې ته ورسېږي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد یوه اوونۍ مخکې په کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال پر ټاکلي وخت د ولسمشریزو ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل: ((سیاسي پرېکړې پر موږ پورې تړاو نه لري، په حکومت او طالبانو پورې اړه لري او د ټاکنو پر ترسره کېدو به هېڅ تاثیر ونه لري.))

دغه راز صیاد دې ته په اشاره چې تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو د ځنډ په اړه هېڅ تصمیم نه دی نیول شوی، وویل، کمېسیون مخکې اعلان کړی چې ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱مه ترسره کېږي.

خو له دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د ټاکنو کمېسیون پر ټاکلي وخت د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو توان نه لري او ممکن دا ټاکنې وځنډېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط وویل، احتمال لري چې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو نېټه تغییر وکړي.

نوموړي دې ته په اشاره چې همدا اوس د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې پر ۲۲مه د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو خبرې روانې، دي وویل، تر اوسه دغه مهالوېش وروستی شوی نه دی او په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version