ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې ۲۲ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي

26 Nov 2018 - 11:04
26 Nov 2018 - 11:04

 

فراه (پژواک، ۵ لېندۍ ۹۷): د فراه په مرکز کې د طالبانو په کمين کې د پولیسو د منتظره قطعې قوماندان او د دغه ولایت د جوین ولسوالۍ د نوي امنیه قوماندان په ګډون ۲۲ پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د فراه د امنیې قوماندانۍ یو افسر چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونه په پنځو شخصي موټرو کې د فراه له مرکزه د جوین ولسوالۍ د نوي امنیه قوماندان محمد اقبال د معرفي کولو لپاره یادې ولسوالۍ د تلو په حال کې وو.

نوموړی وايي چې یاد ځواکونه تېره ورځ ماښام شاوخوا پنځه بجې د فراه د مرکز اړوند د تخت او تیوسک کلي کې د وسله والو طالبانو له کمین سره مخ شول.

د نوموړي به خبره، په دې پېښه کې د جوین ولسوالۍ د امنیه قوماندان محمد اقبال په ګډون  ۱۷ پولیس وژل شوي او د فراه د امنیې قوماندانۍ د امریت د مرستیال حاجي قادرجان په ګډون پنځه پولیس ټپیان شوي دي.

خو د فراه ولایتي شورا غړی دادالله قانع وایي چې په دغه کمین کې، په فراه کې د پولیسو د منتظره قطعې قوماندان شهباز باتور او د جوین ولسوالۍ د نوي امنیه قوماندان محمد اقبال په ګډون ۲۲ پولیس وژل شوي او د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د امریت د مرستیال قادرجان په ګډون پنځه پولیس ټپیان شوي دي.

د فراه ولایتي روغتون د سړې خونې برخې یو کارکوونکی وايي چې د ۲۲ تنو مړي دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.

دغه راز په دغه روغتون کې یوې بلې سرچینې وویل چې په دې پېښه کې ټپي شوي پولیس روغتون ته وړل شوي او روغتیایي وضعیت يې د اندېښنې وړ نه دی.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب د جزئیاتو له ورکولو پرته وايي چې په دې نښته کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې د طالبانو په یاد کمین کې ۲۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي او د یادو ځواکونو څلور موټر هم ویجاړ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version