چاريکار (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٧) : وسله والو طالبانو تېره شپه د پروان ولايت پر بګرام پوځي اډې راکټي بريد کړى، خو زيان نه لري.
د پروان ولايت دامنيه قوماندانۍ د امنيت امر ضياء الرحمن فايض د ليندۍ په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د بګرام ولسوالۍ له نصرو کلا څخه پر بګرام هوايي ډګر دوه راکټونه توغولي وو.
هغه زياته کړه چې دا راکټونه د بهرنيو ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي او کوم زيان يې نه درلود.
د نوموړي په وينا، په تېره يوه مياشت کې دا لسمه پېښه وه، چې پر بګرام پوځي اډې راکټي بريد کېږي.
په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل چې يو راکټ په هوايي ډګر کې دننه لګېدلى، خو زيان يې نه درلود.
سرچينې زياته کړې، بل راکټ له پوځي اډې څخه بهر د کلي ترڅنګ لګېدلى، خو هلته يې هم ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اړولى.
وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت منلى دى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن