ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپیسا معترض نوماندان: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې ټولو شکایتونو ته رسېدنه وکړي

29 Nov 2018 - 19:32
29 Nov 2018 - 19:32

کابل (پژواک، ٨ لیندۍ ۹۷): د کاپیسا د معترضو نوماندانو اېتلاف د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه وغوښتل چې په دغه ولایت کې ټول ثبت شوي شکایتونه په بې پلوۍ سره وڅېړي.

د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه ترسره شوې. خو په کندهار کې بیا تر څو ورځو ځنډ وروسته ترسره شوې او ټاکل شوې په غزني ولایت کې راتلونکی کال ترسره شي.

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، له کاپیسا ولایته ۳۵ کسان ولسي جرګې ته نوماندان دي او درې ورځې مخکې یې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې چې له مخې یې میردادخان نجرابي، حیدر افضلي، اقبال صافی او خدیجه الهام تر نور زیاتې رایې لرلې.

خو د کاپسیا له ۲۰ ډېرو معترضو نوماندانو، نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال د دغه ولایت ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او له ناپاکو رایو یې د پاکو رایو د جلاکېدو غوښتنه وکړه.

د معترضو نوماندانو له ډلې عبدالرازق نجرابي په کابل کې د یادې خبري ناستې پر مهال وویل، په دغه ولایت کې پارلماني ټاکنې له ډېرو ستونزو سره مخامخ وې او د ولسي جرګې اوسنیو وکیلانو د خپلو وظیفوي صلاحیتونو نه په استفاده پراخې درغلۍ وکړې.

هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې کمېسیون نه یواځې د درغلیو پر مخنیوي ونه توانېد، بلکې په ځینو مواردو کې یې د ځانکړو نوماندانو لپاره د درغلۍ زمینه برابره کړې وه.

نوموړي وویل: ((د دغه ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته موږ د درغليو او سرغړونو په اړه ټول اسناد او شواهد د شکایتونو کمېسیون ته سپارلي او له کمېسیون څخه غواړو چې په بې طرفانه ډول ستونزو ته رسېدګي وکړي.))

د هغه په خبره، په هېڅ مرکز کې بایومتریک ستونزه نه درلوده او له بایومتریک پرته هره رایه تقلب دی او باید په پاکو رایو کې ونه شمېرل شي.

د هغه په خبره، که د معترضو نوماندانو غوښتنې ونه منل شي، دوی به خپلو مدني اعتراضونو ته دوام ورکړي.

بل معترض نوماند شکرالله محمدي هم وویل، دوی د قانون په اساس خپل ټاکنیز شکایتونه له اسنادو سره یو ځای د شکایاتو د اورېدو کمېسیون ته وړاندې کړي او هیله لري چې شکایتونو ته یې رسېدنه وشي.

هغه زیاته کړه، دغه درغلۍ د زورواکو، د ولسي جرګې د اوسنیو وکیلانو او ځینو سیمه ییزو مسوولانو له خوا ترسره شوې دي چې باید په سم ډول د درغلیو او سرغړونو اړوند شکایتونو او اسنادو ته رسېدنه وشي.

دغه متعرض نوماند له ولسمشر څخه وغوښتل، اجازه دې نه ورکوي چې د ملت کور ته وکیلان په تقلبي رایو لار پيدا کړي، که دا کار وشي دوی په پراخ مدني اعتراضونه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version