ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره مياشت په افغانستان کې نږدې ٢٠٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

2 Dec 2018 - 09:22
2 Dec 2018 - 09:22

کابل (پژواک، ۱١ لېندۍ٩٧): په نوامبر کې د اکتوبر په پرتله په بريدونو کې ٦٢ سلنه کموالى راغلى او په نوامبر کې د اکتوبر په پرتله د مرګ ژوبلې په ١١ سلنه کموالي سره ١٩٨٢ کسان وژل شوي او ټپيان دي.

د ترلاسه شوو شمېرو له مخې، وړمه مياشت په منځنۍ کچه په هر بريد کې شپږو کسانو، خو تېره مياشت په هر بريد کې ١٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پژواک خبري اژانس د ورځنيو راپورونو له مخې، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې تېره (نوامبر) مياشت کې ١٤٤ خو په وړمه ( اکټوبر) مياشت کې ٣٧٩ بېلابېل بريدونه شوي.

د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې تېره مياشت د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ۲۸ کې ١٢٦٢ کسان وژل شوي او ٧٢٠ نور ټپيان دي.

ترلاسه شوي معلومات ښيي چې تېره مياشت له هرو ٢٠ کسانو ١٢ ته په مخامخ نښتو، درېيو ته په ځانمرګو بريدونو، دوو ته په هوايي بريدونو او پاتې نورو ته په هدفي وژنو، چاودنو او د چورلکې په غورځېدو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په نوامبر کې له ترسره شوو بريدونو څخه ١٩ په غزني، ١٣ په فارياب، ١٢ په کابل او پاتې نور د هېواد په نورو (۲۵) ولايتونو کې ترسره شوي دي

په نوامبر کې له باميانو، دايکنډي، نورستان، سرپل، زابل او پنجشېر ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دى ترلاسه شوى.

مرګ ژوبله

د پژواک راپورونه ښيي چې په يادو بريدونو کې تېره مياشت ټول ١٢٦٢ کسان وژل شوي او ٧٢٠ نور ټپيان دي.

په دغو وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

د کابل مرګ ژوبله ځکه د نورو ولايتونو په پرتله ډېره ده چې بريدونه يې ډېر خونړي وو.

د تېرې لړم مياشتې په ٢٩مه په کابل کې په اورانوس هوټل کې د ميلادالنبي (ص) په اړه جوړه شوې غونډه ځانمرګي بريد کې ٥٥ ملکي وګړي ووژل شول او ٩٤ نور ټپيان شول.

تېره مياشت هېڅ داسې ورځ نشته چې بريد نه وي شوى او خلکو ته دې مرګ ژوبله نه وي اوښتې، خو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د لړم په ٢٩مه او ٢٧مه اوښتې ده. د لړم په ٢٩مه په ټول هېواد کې ١٨٢ کسانو او د همدې مياشتې په ٢٧مه ١٥١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وړمه (اکتوبر) مياشت په ترتيب سره تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په فارياب، کندهار، ننګرهار، کندوز، جوزجان، ميدان وردک، پکتيکا، فراه، هلمند او سمنګانو کې اوښتې وه.

شنونکي وايي، کله په يوه او کله په بله سيمه کې د جګړې د مرګ ژوبلې د کچې لوړوالی د جګړې په ډول او تاکتیک پورې اړه لري.

د هغوى په وينا، په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې ترسره کېږي.

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

په افغانستان کې د تېرو کلونو تجربې ښيي چې هر کال د ګرمۍ په موسم کې جګړه او له امله يې مرګ ژوبله ډېره وي، خو د هوا په سړېدو سره کمېږي.

د پژواک خبري اژانس د مياشتنيو راپورونه له مخې، تېر کال هم د ژمي او مني په پرتله په اوړي او پسرلي کې جګړې ډېرې وې او د مرګ ژوبلې شمېر هم په پسرلي او اوړي کې د کال د نورو فصلونو په پرتله ډېر وي.

که څه هم چې سږ په نوامبر کې د اکتوبر په پرتله د مرګ ژوبلې په شمېر کې ١١ سلنه کموالى راغلى خو په ټوله کې سږ کال د تېر په پرتله خونړى دى.

د تېر کال په لومړيو ١١ مياشتو کې څه باندې  ٢٣٠٠٠ کسانو، خو د روان کال په لومړيو ١١ مياشتو کې څه باندې ٢٥زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په ټول هېواد کې ٢٥زره کسان وژل شوي او ټپيان وو.

سوله وکړئ او جګړه بنده کړئ!

د ميدان وردګو د مرکز ميدان ښار اوسېدونکى صديق احمد روحاني وايي، څه موده وړاندې يې ځوان تره په داسې حال کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو د جګړې پر مهال په ګولۍ ولګېد او ژوند يې له لاسه ورکړ چې په خپله کرونده کې يې کار کاوه.

هغه وويل: “شهيد تره مې د دوولسم ټولګي زده کوونکی و، تل به يې ويل چې کله له ټولګي فارغېږي نو طب به انتخابوي او د دردېدلي ولس ټپونه به درمانوي، خو دی د تل لپاره ټپي له موږ نه ولاړ.”

روحاني د جګړې  له ښکېلو خواوو وغوښتل چې نور دې جګړه ودروې او سوله دې وکړي، ځکه چې د جګړې دواړو لورو ته افغانان وژل کېږي.

د فراه ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکي ۵۱ کلن حاجي غلام چې موده مخکې يې د تره زوى د ماين په چاودنه کې وژل شوى وايي: “افغانستان کې د وروڼو ترمنځ جګړه روانه ده، زه له دواړو لورو غواړم چې جګړه ودروي او سوله وکړي څو افغان وژنه پاى ته ورسېږي.”

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version