ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ښار کې د یوه غلچکي برید له امله دوه تنه ووژل شول

4 Dec 2018 - 17:13
4 Dec 2018 - 17:13

کندهار (پژواک، ۱۳ لیندۍ ۹۷): په کندهار ښار کې د یوه غلچکي برید په پایله کې دوه تنه ووژل شول او د نښلول شوي ماین چاودنې یو پولیس افسر ټپي کړ.

دغه دواړه پېښې نن له غرمې وروسته شوې دي.

نن شاوخوا درې نیمې بجې د کندهار ښار د پنځمې  امنیتې حوزې په سیمه کې د ګمرک ودانۍ ته څېرمه پر یوه موټر نښلول شوي ماین چاودنه وکړه چې یو تن په کې ټپي شو.

یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې چاودنه کې یو پولیس افسر ټپي شوی او موټر یې ویجاړ شوی دی.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي چاودنه تاييد کړه ، خو ویې ویل په دې چاودنه کې یوازې موټر ویجاړ شوی او نور زیان نه لري.

د دې تر څنګ ناڅرګندو وسله والو نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې په سيمه کې حکیمي پټرول پمپ ته څېرمه په یوه غلچکي برید کې پر دوو تنو ډزې کړي او دواړه یې وژلي دي.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وايي، وژل شوو کسانو د هلمند ولایت په امنیتي ارګانونو کې دنده لرله، خو دا لا کره نه ده چې د کوم ارګان اړوند وو.

دی وايي، برید کوونکي تښتېدلي خو پولیسو یې لټون پيل کړی دی.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل، چې وژل شوو دوو تنو چې یو یې قوماندان دی، د هلمند د سنګوریانو په نوم ځواکونو کې دنده لرله.

سرچینه وايي، دغه کسان کندهار ته راغلي وو چې د وسله والو له خوا په نښه او ووژل شول.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version