ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزير: څوک چې سوله نه کوي، پر وړاندې يې بشپړ چمتو یو

6 Dec 2018 - 15:15
6 Dec 2018 - 15:15

کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۷): د ملي دفاع وزير ډګر جنرال طارق شاه بهرامي وايي چې د حکومت د سولې له هڅو ملاتړ کوي، خو د هغو کسانو پر وړاندې چې سوله نه کوي، بشپړ چمتوالي لري.

د ملي دفاع وزير ډګر جنرال طارق شاه بهرامي دا څرګندونې نن په کابل کې د مارشال فهيم پوهنتون د افسرانو د اکاډمۍ د ۲۵ نجونو په ګډون د ۳۱۷ ځوانو افسرانو په فراغت غونډه کې وکړې.

هغه زياته کړه، افغان ځواکونو د ټول هېواد په کچه وسله وال مخالفين ځپلي او د هغوى جګړه یيز ماشين يې له کاره غورځولی دی.

بهرامي  وايي: "افغان ځواکونو په مېړانه د ترهګرو ډلو پر وړاندې ښه مبارزه کړې، دغه ډلې سختې ځپل شوې، د جګړې مورال يې له لاسه ورکړی او پر دې نه دي توانېدلي چې خپلو ستراتيژيکو موخو ته ورسېږي."

هغه پر فارغو پوځيانو غږ وکړ: "تاسو د هېواد هغه رښتيني او ژمن بچي ياست، افغانستان ستاسو کور دی؛ د هېواد په ګوټ ګوټ کې به تاسو د خپلو هېوادوال ساتنې ته وردانګۍ؛ خپل ځانونه قربان او د هغوی امنيت به ساتئ."

د ملي دفاع وزير وويل، په هېواد کې د کومانډو ځواکونو شمېر دوه چنده شوی او هوايي ځواک د درې چنده کېدو په درشل کې دى؛ نو د دې اړتيا ليدل کېږي چې ځوان افسران په پوځي، علمي او مسلکي زده کړو سمبال وي څو د مديريت چارې په ښه ډول تنظيم کړي.

د ملي دفاع وزير وويل چې دوی د حکومت د سولې له هڅو ملاتړ کوي خو د هغو کسانو پر وړاندې چې نه غواړي سوله وکړي او تشنج رامنځته پوره چمتوالي لري، او له منځه به يې يوسي.

هغه فارغ شوو پوځيانو ته وويل چې وحدت او يوالي د افغان ځواکونو د بريا سره کرښه ده ، که چېرې تفرقه او تعصب ولرئ په هېڅ صورت برياليتوب نه شئ ترلاسه کولى؛ بايد د دې خطرناکه دښمن پر وړاندې يې جدي مقابله وکړئ.

هغه وايي: "تاسو په داوطلب ډول د خپل هېواد او خپلو خلکو د خدمت لپاره سوګند کړی، پر تاسو فرض دی چې له خپلو خلکو سره ښه سلوک او مناسب چلند ولرئ او له هر ډول تفرقې او تعصب ډډه وکړئ."

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت د قوماندانۍ مرستيال جنرال سلواتور کمپورال (Salvatore Camporeale) په نننۍ فراغت غونډه کې ځوانو افسرانو ته وويل: "دا د وياړ ورځ ده چې تاسو د خپل هېواد دفاع ته ور دانګلي او غواړئ له خپل هېواد او خپلې خاورې دفاع وکړئ."

هغه زياته کړه، پوځي تمرينات ځوانو افسرانو ته د دې وړتيا وربښي چې وکولای شي په ښه ډول سرتېري رهبري کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version