کابل (پژواک، ۱۵ لیندۍ ۹۷): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د کابل ټاکنې له سرغړونو او درغلیو ډکې بولي او اعلان يې وکړ چې د کابل حوزې د ولسي جرګې ټاکنو رايې د ټاکنو قانون پر بنسټ او په ټاکلي وخت د مدیریت نشتون له امله باطلې دي.
خو د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویانده کبرا رضایی وايي، ټاکنو کمېسیون تر اوسه د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د پرېکړې په تړاو تصمیم نه دی نیولی او همدا اوس «ماسپښين ۱:۴۵» بجې به د ټاکنو کمېسیون دریځ او خبرې روښانه شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني، نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وويل چې دا پرېکړه د ساحوي دفتر او په کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو مرکزي کمېسيون له هر اړخيزو څېړنو وروسته، تر سره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې پرون د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون په غونډه کې د روان کال تلې ۲۸ مې او ۲۹ مې د ولسي جرګې ټاکنو د کابل ټاکنیزې حوزې د بطلان پر څرنګوالي بحث او خبرې وشوې.
هغه زیاته کړه: ((د خپلو وظیفوي مسوولیتونو په درک یې تل د ټاکنیزو قضیو په تړاو په ځانګړي حساسیت چلند کړی او افغانان یې تل د کره او پر وخت اطلاع رسونې او شفافیت د اصل په پام کې نیولو سره د خپلو ارزونو او قانوني پرېکړو په اړه په جریان کې اچولي او اوس هم د ارزونو لومړنۍ مرحلې پای ته رسېدلې او په استینافي حرحله کې دي.))
هغه زياته کړه، د کمېسیون دغه پرېکړه د مستندو اسنادو د اروزنې، د دوسیو، مدارکو او دلایلو د موجودیت او د ۲۴ قانوني او حقوقي مواردو پر اساس ترسره شوې ده.
- د ټاکنو کمېسیون دارالانشا ته د کابل ولایت د ټاکنو کمېسیون د د فتر د سرپرست رییس راپور.
- د کابل په ولسوالیو او ناحیو کې د ستونزو د موجودیت په اړه د کابل ولایت د ټاکنیزو چارو ریاست لیکلی راپور.
- د کابل ولایت د ټاکنیزو چارو ریاست د سرپرست د استعفا متن.
- په لومړنۍ مرحله کې د خپلې قضیې په دفاعیه برخه کې د کابل ولایت د ټاکنیزو چارو د پخواني رییس اول الرحمن رودوال څرګندونې.
- په استیناف مرحله کې د خپلې دفاعیې پر مهال د کابل ولایت د تاکنیزو چارو د پخواني رییس د استازي څرګندونې.
- د ۷۳ محلونو د موادو لېږد نورو ټاکنیزو محلونو ته چې په اړه یې سند موجود دی. login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن