ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ښار کې دوه پولیس ټپیان شوي او یو وسله وال وژل شوی

7 Dec 2018 - 14:23
7 Dec 2018 - 14:23

کندهار (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۹۷): امنیتي مسوولین وايي چې د کندهار ښار په ۱۴مه حوزه کې دوو وسله والو موټرسایکل سپرو پر پولیسو برید کړی چې په پایله کې یې دوه پولیس ټپیان شوي او یو برید کوونکی  وژل شوی.

دغه پېښه د کندهار ښار د ۱۴مې حوزې اړوند د سیمانو پل په سیمه کې نن (د ليندۍ ۱۶مه) غرمه یوه بجه رامنځته شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه برید کې ۲ پولیس ټپیان شوي دي.

درانی زیاتوي، له برید وروسته وسله والو د تېښتې هڅه کوله چې د ۱۰مې حوزې په ساحه کې د پولیسو له خوا په نښه شول چې په پایله کې یې یو بریدګر ووژل شو او بل په ټپي حالت کې تښتېدلی چې لټون یې روان دی.

خو یوه امنیتي سرچینه بیا وایي چې د وسله والو په دغه برید کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version