پلخمري(پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٧): بغلان کې د تېرکال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوي خو د مسوولینو په وینا په ځینو سیمو کې قومي پرېکړو طلاق ته زمینه برابره کړې ده.
د بغلان د ښځو چارو ریيسې خدیجې یقین نن د لیندۍ په ۱۸ مه دغه څرګندونې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.
یقین وویل چې بغلان کې تېرکال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۸۵ پېښې ثبت شوې وې چې سږکال دغه شمېره ١٨٢ ته را ټېټه شوې ده.
نوموړې زیاتوي چې بغلان کې د تاوتریخوالي پېښو کچه ټېټه شوې، خو د ځینې کلیوالي جرګو پرېکړو د ښځو د طلاق پېښې زیاتې کړې دي.
نوموړې وايي، په ځینو سیمو کې قومي مشران د خاوند او ښځې ترمنځ شخړو یواځینۍ لار طلاق بولي چې دغه شان پرېکړې بيا د دغو کسانو د اولادونو پر راتلونکي منفي اغېزې کوي.
یقین وايي، په دې وروستیو کې د طلاق څو داسې پېښې ورته هم رسېدلي چې د ځینو قومي مشرانو ناسمې پرېکړې يې لامل شوې دي.
دغه راز د غونډې يوې ګډونوالې مارسیلا سلطاني پژواک ته وویل چې دښځو چارو ریاست له خوا د بغلان ولایت په اتو ولسوالیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي په موخه ګرځنده ټېمونه جوړ شوي دي.
هغې وويل: (( زه هم د دې ټېمونو غړې يم، موږ خلکو ته په دې برخه کې کور په کور عامه پوهاوى ورکوو.))
د يادونې ده چې د روان کال د نوامبر مياشتې له ٢٥ نېټې څخه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي ١٦ ورځنى کمپاين پيل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن