کابل (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٧): د ولسمشر د فرمان له مخې د سولې پروسې د عالي مشورتي بورډ او د سولې خبرو اترو د ټيم غړي وټاکل شول.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د ملي امنيت شورا له خوا د لېندۍ په ٢٠مه رسنيو ته لېږل شوې ده.
په فرمان کې راغلي چې د سولې بهیر د عالي مشورتي بورډ او د دولت د خبرو اترو ټیم، د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره د ملي هوکړې رامنځته کېدو په هدف له جهادي، سیاسي او ټولنیزو مشرانو او د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره له مشورو او بحثونو وروسته جوړ شوى دى.
دغه بورډ چې د ولسمشر تر مشرې لاندې جوړېږي مسوولیت لري څو:
١- د افغانستان د دولت په مشرۍ د سولې بهیر لپاره اساسي مشورې وړاندې کړي.
٢- د سولې بهیر د کاري کمېټو وړاندیزونه څېړي او ارزوي.
٣- د اړتیا په صورت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د خبرو اترو ټیم لپاره اجنډا او ګټور چوکاټ وړاندې کړي.
٤- د سولې د مذاکراتو پر تحقق دې نظارت وکړي.
٥- د عالي بورډ په جلسه کې د ملي یووالي حکومت مشرتابه، د ملي شورا د مجلسینو رییسان، قاضي القضات، د ملي امنیت سلاکار، د جمهوري ریاست مقام د دفتر عمومي رییس، لوی څارنوال، د ملي امنیت عمومي رییس، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر، د افغانستان د علماوو شورا مشر او د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر ګډون کوي.
د همدغه فرمان له مخې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر موظف دی چې د جلسې د جوړېدو او د سولې عالي مشورتي بورډ له غړو سره د همغږۍ مسوولیت پر غاړه ولري.
د سولې عالي مشورتي بورډ جلسې په میاشتنۍ او یا هم د اړتیا په صورت کې په فوق العاده ډول ترسره کېږي.
جوړښت:
د سولې عالي مشورتي بورډ د همکارۍ جوړښت چې له لاندې مواردو جوړ دی، د الف له فقرو تر ج پورې، د تشریح شوي فرمان د متن پر اساس په لاندې ډول دی:
الف: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي ټیم
د سولې مرکچي ټیم د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سترو تخنیکي کار کوونکو جوړ دی. د مرکچي ټیم مشري د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مقام دفتر عمومي رییس پر غاړه ده.
د مرکچي ټیم موظف دی څو:
١- د افغانستان په استازیتوب، له مقابل لوري سره د خبرو اترو بهیر د ملي ګټو په رڼا کې او د سولې د عالي مشورتي بورډ په لارښوونو مخ ته یوسي.
٢- په منظم ډول د سولې د خبرو د پرمختګ راپور به د سولې عالي مشورتي بورډ ته وړاندې کوي او د اړتیا په صورت کې دې د هغوی هدایات یاد بورډ ترلاسه کړي.
٣- تخنیکي او د مرکچي ټیم د دارالانشاء مسوولیت د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر پر غاړه دی.
ب: د سولې د مشورتي عالي بورډ د کار کمېټې:
د لا زیات پوهاوي او د خلکو د نظریاتو ټولېدو لپاره دې د سولې عالي مشورتي بورډ لاندنۍ کمېټې چې د ټولنې له بېلابېلو اقشارو جوړې شوې، مرسته وکړي:
١- د سیاسي ګوندونو د استازو کمېټه
٢- د علمای کرامو او روحانیونو د استازو کمېټه
٣- د هېواد د پوه مېرمنو کمېټه
٤- د قومونو د مشرانو او استازو کمېټه
٥- د مدني او فرهنګي فعالینو کمېټه
٦- د خصوصي سکټور د استازو کمېټه
٧- له هېواده بهر د مېشتو افغان کډوالو د استازو کمېټه
٨- د ځوانانو د استازو کمېټه
٩- د جګړې د قربانیانو د کورنیو استازو کمېټه
د یادو کمېټو د غړو لېست به ډېر ژر د اقشارو له پوه کسانو سره تر مشورې وروسته جوړ او وروستی شي.
د کاري کمېټو اساسي دندې به په لاندې ډول وي:
• د سولې د بهیر په تړاو د خلکو د نظریاتو راټولول
• د خلکو د نظریاتو تحلیل او د سولې عالي مشورتي بورډ ته د هغه د راپور وړاندې کول
• د سولې د خبرو اترو پرمختګ په تړاو خلکو ته د پوهاوي ورکول
یادې کمېټې د یو نفر له خوا تنظیم او همغږي کېږي چې د جلسو دایرول، د اجنډا جوړېدل او د مسودو تحریر او د هدایاتو مسوولیت به پر غاړه ولري.
د کاري کمېټو جلسې په میاشتني ډول او یا هم د اړتیا په صورت کې په فوق العاده ډول ترسره کېږي.
ج: د سولې د پروسې د عالي مشورتي بورډ دارالانشاء:
د سولې عالي مشورتي بورډ د جلسو جوړېدو د همغږۍ او چمتووالي په هدف د دارالانشاء بورډ او تخنیکي چارې د ملي امنیت شورا دفتر پر غاړه دي.
د سولې عالي مشورتي بورډ د غړو لېست په لاند ډول دی:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت چارواکي
١- د افغانستان جمهور رییس او مرستیالان یې
٢- د حکومت اجرائیه رییس او مرستیالان یې
٣- د ولسي جرګې رییس
٤- د مشرانو جرګې رییس
٥- قاضي القضات
٦- د ملي امنیت سلاکار
٧- د جمهوري ریاست د مقام دفتر عمومي رییس
٨- لوی څارنوال
٩- پارلماني چارو کې د دولت وزیر
١٠- د ملي امنیت رییس
١١- د هېواد د علماوو سرتاسري شورا رییس
١٢- د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رییس
د هېواد جهادي مشران
١- پخوانى ولسمشر حامد کرزی
٢- پخوانی ولسمشر او د افغانستان ژغورنې د ملي جبهې مشر پروفیسور صبغت الله مجددي
٣- د اسلامي دعوت تنظیم مشر استاد عبدالرب رسول سیاف
٤- د حزب اسلامي رهبر انجنیر ګلبدین حکمتیار
٥-د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی یونس قانوني
٦- د افغانستان د اسلامي محاذ ګوند مشر سید حامد ګېلاني
٧- د سولې عالي شورا رییس او د اسلامي وحدت ګوند رهبر استاد محمد کریم خلیلي
٨- د افغانسنان د اسلامي جمعیت ګوند رهبر صلاح الدین رباني
٩- د ملي پیوند ګوند رهبر سید منصور نادري
١٠- د افغانستان د اسلامي حرکت رهبر شېخ آصف محسني
١١- د حزب اسلامي رییس عبدالهادي ارغنديوال
١٢- د سولې او پرمختګ ګوند مشر حاجي دین محمد
١٣- د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی استاد عطا محمد نور
١٤- د هېواد سیاسي څېره آمنه افضلي
١٥- د هېواد سیاسي څېره او د مشرانو جرګې غړې صدیقه بلخي
١٦- د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی محمد اسماعیل خان
١٧- د زرغون بهیر مشر امرالله صالح
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د سولې په برخه کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په افغانستان کې د سولې د راوستو په موخه د طالبانو تر څنګ له ګاونډيو او نورو هېوادونو له مشرانو سره ليدلي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن