ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې یوې مېرمنې ته د پرله پسې درې لوڼو د زېږولو له امله طلاق ورکړل شوې

12 Dec 2018 - 19:02
12 Dec 2018 - 19:02

نیلی (پژواک، ۲۱لیندۍ۹۷): د دایکنډي یوه اوسېدونکې وايي، سره له دې چې ماشوم ته د جنسیت ټاکنه د انسانانو له توان لوړه ده، خو دې ته یې خاوند د درېیو پرله پسې لوڼو د زېږون له امله طلاق ورکړی دی.

د دایکنډي ولایت اوسېدونکې جمیلې «مستعار نوم» پژواک خبري اژانس ته وویل: ((له ۱۷ کلونو ډېر عمر مې نه و او د ښوونځي زده کوونکې وم چې له داسې کس سره مې نکاح وشوه چې له زړه مې ورسره مینه درلوده او د هغه د خوښي لپاره مې هېڅ لټي نه کوله، ټول عمر مې د خاوند او د هغه د کورنۍ په خوشحاله ساتلو کې تېر کړ.))

هغې زیاته کړه، دا چې خاوند یې لوستى و، هغې «جمیلې» ټول عمر د نوموړي د تحصیلي کچې د لوړېدو لپاره خپلې ټولې هڅې کولې، څو په راتلونکې کې له ستونزو خالي ژوند وکړي.

هغې زیاته کړه، د واده یې ډېر وخت نه و تېر شوی چې حامله شوه او الله تعالی پرې د لور د نعمت پېرزوینه وکړه، خو د دغه پاک ماشوم په پيدا کېدو یې د خاوند کورنۍ هېڅ خوښه نه وه.

هغې وویل: ((لور مې دنیا ته راوړه، کله مې چې ولیده، روغه او سالمه مې تر څنګ پرته ده، خوشحاله شوم، خو خاوند او د هغه کورنۍ یې په لیدو ډېره خپه شوه، یوه شېبه ماته او پرېشانه شوم خاوند ته مې وکتل، ومې ویل: خیر دی، زه تر اوسه ځوانه یم او دا مو لومړنى اولاد دی، بله دوره حتما زوی دنیا ته راوړم.))

جمیله وايي، خاوند یې په دې خبره ارام شو او و یې منله، خو ډېر وخت نه و تېر چې راته ویې ویل: ((که دې زوی ونه شي، دویمه ښځه کوم.))

نوموړې وویل، لور مې ورو ورو لویېده او ماشومانه لوبې یې تازه پیل کړې وې چې دویم جنین مې په خېټه کې جوړ شو، خو د جنسیت په اړه یې نه پوهېده او زیاته یې کړه: ((خاوند مې له خبرېدو وروسته غوښتل د اولاد په جنسیت پوه شي، له دې ناخبره و چې انسان د اولاد په جنسیت کې هېڅ رول نه لري. څو میاشتې وروسته یې د معایناتو لپاره روغتون ته بوتلم، خو ډاکتر وویل، که ماشوم معاینه شي، ممکن ستونزه را منځ ته شي او هغه ته یې له معایناتو د تېرېدو قناعت ورکړ.))

د دې په خبره، د ماشوم د پیدا کېدو ورځې را نږدې شوې، خو د جنسیت په اړه یې څوک نه پوهېدل، تر دې چې یوه ورځ د زېږون درد جمیله روغتون ته روانه کړه، په لاره یې خاوند او د هغه کورنۍ ورته وویل، که ماشوم هلک نه وي، طلاق ورکوي او لور یې نه اخلي، نوموړې یې باید له ځان سره پلارګنۍ ته یوسي.

جمیله وايي: ((په دې خبره مې ټول بدن و لړزېده، د زېږون درد مې هېر شو، په دې فکر کې شوم چې که ماشوم نجلۍ وي، کورنۍ له لاسه ورکوم، د یادو اندېښنو له امله مې د زېږون درد هېر شو او دغه چاره وځنډېده، په روغتون کې مې دوې ورځې تېرې شوې، خو ماشوم پیدا نه شو، دغه ناراحتي د دې لامل شوه چې ماشوم په طبيعي طریقه پیدا نه شي او ډاکټرانو د عملیات په موخه بې هوښه کړم، دا چې په دغه کار کې د ماشوم او مور د مړینې احتمال وو، نو هېچا راته د عملیات اجازه نه ورکوله، تر هغه چې مېړه مې دې کار ته غاړه کېښوده.))

جمیله وايي: ((یو وخت ويښه شوم چې ډېر ښایسته ماشوم مې تر څنګ ویده دی، خو زه یواځې یم، په یاد مې شول چې دا نجلۍ ده که هلک، له ځان سره مې وویل، خدای دې وکړي چې هلک وي، که نه ورځ مې تیاره ده، په بیړه مې ماشوم وکاته چې له بده مرغه نجلۍ وه.))

نوموړې زیاته کړه، له زېږون یې څو ساعته تېر شول، خو د خاوند له کورنۍ یې هېڅ درک نه وو، د څنګ کسانو مې په معنا لرونکې او بد لید ویل، هسې نه دا ماشوم بې پلاره وي چې تر څنګ یې هېڅوک نشته.

جمیلې وویل: ((د دې خبرو په اورېدو مې یواځې ژړل او له الله(ج) څخه مې د مرستې غوښتنه کوله چې ناڅاپه مې خواښې راپیدا شوه او ویې ویل، پورته شه چې کور ته لاړ شو، ډېره په غوسه وه، لکه ما چې کوم بد کار کړی وي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version