اسعداباد(پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٧): ولايتي چارواکي وايي چې د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې د بهرنيو او افغان ځواکونو په عملياتو کې شل وسله وال مخالفين وژل شوي او نهه ملکي وګړي ټپيان دي، خو طالبان ټول وژل شوي ملکي وګړي بولي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي چې تېره شپه افغان او د ناټو د غوڅ ماموريت ځواکونو د دغه ولايت د شلطن (شيګل) ولسوالۍ په سنو سيمه کې له وسله والو مخالفينو سره نښته کړې او وروسته بهرنيو ځواکونو هوايي بريد کړى.
دى وايي چې په دغه بريد کې د دولت ٢٠ وسله وال مخالفين وژل شوي چې درې يې عرب او دوه يې ازبک دي.
د هغه په وينا، په دغو علمياتو کې نهه ملکي وګړي چې پنځه يې ماشومان او څلور يې ښځې دي ټپيان شوي دي.
د کونړ ولایت د عامې روغتیا رييس ډاکټر عزیزالرحمن ساپی وايي چې له يادې پېښې اسعداباد کې مرکزي روغتون ته لس ټپيان وروړل شوي چې ماشومان او ښځې هم په کې شاملې دي.
د هغه په وينا، له ټپيانو څخه يو تن چې ټپونه يې ژور وو، د ننګرهار روغتون ته لېږدول شوى او د نورو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى او په اسعداباد کې تر درملنې لاندې دي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې امريکايي ځواکونو تېره شپه د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ چوکام کلى بمبار کړى او افغان امنيتي او بهرنيو ګډو ځواکونه هلته چاپه هم وهلې ده.
دى وايي چې په دغه بريد کې د کليوالو کورونه نړېدلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون له شلو ډېرو ملکي خلکو ژوند له لاسه ورکړى او ډېر نور ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن