ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معترضو نوماندانو د کندوز د رایو باطلېدو غوښتنه وکړه

18 Dec 2018 - 18:16
18 Dec 2018 - 18:16

کابل(پژواک، ۲۷ لیندۍ ۹۷): یو شمېر معترضو نوماندانو د کندوز حوزې ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه او ګواښ يې وکړ چې د دوی غوښتنو ته د نه رسېدو په صورت کې به د ولسمشریزو ټاکنو په تحریم او د دولت نظامي مخالفت وکړي.

د کندوز د ولسي جرګې له ۲۰ ډېرو نوماندانو نن په کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال د ولسي جرګې تېرې   ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او ادعا یې وکړه چې د کندوز ولایت د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس رسول عمر د متقلبو نوماندانو بریالیتوب ته زمینه برابره کړې ده.

دوی وويل، په داسې حال کې چې د ټاکنو په ورځ صندقونو ته ۳۲ زره رایې غورځول شوې خو دغه شمېر اوس ۵۲ زرو ته پورته شوى دى.

د دوی په خبره، په کندوز ولایت کې د ټاکنو کمېسیون رییس د باطلو اعلان شويو مرکزونو رایې د بریالیو نوماندانو په ګټه شمېرلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پژواک خبري اژانس پنځه ورځې مخکې د «لیندۍ په ۲۲ مه» د کندوز ولایت د ټاکنو کمېسیون د رییس رسول عمر یوه ویډیو خپره کړه چې نوموړی په کې له خپلې درغلۍ پرده لرې کوي.

 د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره له کندوز ولایت څخه د ۹ مېرمنو په ګډون ۹۰ کسانو ځانونه نوماند کړي وو چې د ټاکنو کمېسیون د لومړنیو پایلو په اساس له دې ډلې نوماندانو عبدالرووف ابراهیمي، انجنیر کمال صافي، شاه خان شېرزاد، انجنیر محمدالدین همدرد، محمدالله بتاش، حاجي محمد عمر خان، فضل کریم ایماق، نیلوفر جلالي کوفي  او ډاکتر فاطمه عزیز تر نورو نوماندانو مخکې دي.

له کندوز څخه ولسي جرګې ته نوماند عبدالقدیر حسین خېل نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، د ټاکنو کمېسیون په لومړني اعلان شوي لېست کې ټول مخکښ نوماندان د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفتر په همکارۍ په درغلیو بریالي شوي دي.

نوموړي دې ته په اشاره چې د کندوز باطل شوې رایې هم د یو شمېر نوماندانو په ګټه شمېرل شوې وویل، د ټاکنو د پایلو په لومړني لېست کې اعلان شوي نوماندان د هغو رایو په اساس بریالي شوي چې مخکې د ټاکنو کمېسیون له خوا باطلې اعلان شوې دي.

له یاد ولایت څخه ولسي جرګې ته بل نوماند عبدالعزیز هوتک د ټاکنو پر کمېسیون نیوکه کوي او وايي: ((د خیالي رایو تر څنګ حتی شپږ خیالي محلونه هم جوړ شوي وو چې رایې یې د بریالیو نوماندانو په ګټه شمېرل شوې دي.))

هغه په ډاګه کړه: ((موږ نن هم منتظر یو، که متقلبین او مفسدین عدلي او قضايي ارګانونو ته ونه سپارل شي او د کندوز رایې باطلې اعلان نه شي موږ به خپل غیر مدني حرکتونه پیل کړو او د حکومت پر وړاندې به لکه طالبان و درېږو.))

د کندوز ولایت بل نوماند اجمل شاهپور دې ته په اشاره چې د ټاکنو پر کمېسیون باور نه لري له ولسمشر او اجرايیه رییس څخه یې وغوښتل چې د کندوز قضیه په جدي ډول وڅېړي او حق حقدار ته وسپاري، له دې پرته به د دغه ولایت ټولې ادارې و تړي.

له دغه ولایت څخه ولسي جرګې ته بل نوماند احمد فولاد وویل: ((د ټاکنو په ورځ مې دوه څارونکي ووژل شول او یو بل ټپي شو، د دوى په ډول لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو اوس کمېسیون د ټولو قربانیو په نادیده ګڼلو د څو نوماندانو په ګټه درغلي کړې ده.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version